ملگري ملتونه وايی د اگست په میاشتې کی د سوریی نه یولک خلک تښتیدلي دي. په تیر کال کې د سوریی د بحران د پیل کېدو راهیسی په یوه میاشت کې دومره سوریایان نه وو مهاجر شوي.
د مهاجرو د پاره د ملگرو ملتونو د ادارې نطاقې ملېسا فلیمینگ نن وویل، ډیرو سوریایانو گاونډیو هیوادونو ته پناه وړیده چه ټول قریب دوه لکه پنځه دیرش زرو ته رسیږي . په دغو سوریایانوکی راجستر شوي سوریایان او هغه سوریایان دي چه د راجستر کیدو ته انتظار دي.
دغه سوریایان د دوه زره او یوولسم کال د مارچ په میاشتې کې د هغه وخت راهیسې د سوریی نه گاونډیو هیوادونو کی پناه اخستي ده چه حکومت د احتجاج کوونکو په زپلو لاس پوری کړیدی.
فلمینگ د اگست د میاشتې کې د سوریی نه د دومره ولس وتل د مهاجرو په بهیر کی بی حده زیاتوالې بللې دې.
فلمینگ دا تبصرې په داسې وخت کې کړیدي چه اخوا ته د سره صلیب د بین المللی کمټې ریس په دمشق کې د سوریی د جمهورریس بشار الاسد سره ددې دپاره وکتل چه د مرستې کارگرانو ته لاره اواره شي چه خپل ماموریت ترسره کړي.