د لاس رسي وړ اتصالات

په فلسطین کې په لسګونو زرو خلګو مظاهره کړې


په لسگونو زره د فتح د گوند طرفدار و فلسطینیانو د جمعې په ورځ په غزه کي یوه لویه مظاهره وکړه. په ٢٠٠٧م کال کي کله چي د حماس مبارزي ډلي له یوې لنډي کورنۍ جگړې نه وروسته د غزې کنټرول تر لاسه کړ، تر اوسه پوري داسي لویه مظاهره نه وه شوې.

د فتح گوند چي یو اعتدال خوښونکی گوند دی په لویدیځي غاړي باندي حکومت کوي، مگر څرنگه چي د اسرائیلو سره یې دسولي خبري په ټپه دریدلي دي نو یې اوس دا هلي ځلي پیل کړي دي چي د حماس سره روغه جوړه وکړي.

د فتح مشر او د فلسطین جمهوررئیس ( محمود عباس ) په ( رام الله ) کي د خپل دفتر نه مظاهره چیانو ته وینا وکړه او ویې ویل چي فتح او حماس باید د اتحاد او یو موټي کیدو لپاره کار وکړي ځکه چي دا د فلسطین د ملي اهدافو او بریالیتوب لپاره یوازنۍ لار ده.

د حماس نطاق ( سمیع ابو زهري ) دا مظاهره د فتح او حماس دواړو کامیابي وبلله. هغه وویل چي دا مثبته فضا د ملي یو والي لپاره یو گام مخ په وړاندي دی.

مگر د روغي جوړي د ې فعالیتونو چي تازه پیل شوي دي اسرائیل او لویدیځ هیوادونه د اندیښنو سره مخامخ کړي دي، ځکه چي حماس د تشدد او شخړو نه لاس نه اخلي او د یهودو دولت په رسمیت نه پیژني. او له بلي خوا اسرائیل، د امریکا متحده ایالات او اروپایي اتحاد حماس یو تروریستي سازمان بولي.
XS
SM
MD
LG