د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې د تیرې ورځې ځانمرګي برید په تور پنځه تنه نیول شوي


آرشیف
آرشیف
د شنبې په ماښام د کندوز ښار د عمومي چوک په سر په ځانمرګي برید کې دولس تنه وژل شوي، چې له جملې څخه يې اته تنه ترافیک او دوه تنه امنیتي پولیس دي، په دغه برید کې له پولیسو پرته دوه عام وګړي وژل شوي او نولس تنه نور چې څوارلس يې عام وګړي دي ټپیان شوي دي.

د کندوز والي او د امنیه قوماندان عبدالخلیل اندرابي په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې دوي د پيښې په تور پنځه تنه نیولي چې درې تنه د ځانمرګي برید کوونکي د کورنۍ غړي دي، او دوه تنه نور چې يو يې ځانمرګې برید کوونکی او بل يې پلار دی هم نیول شوي دي.

د امنیه قوماندان وویل چې ددغه نیول شوي ځانمرګي برید کوونکي پلار پولیسو ته خبر ورکړی و چې دده ځوی هم د برید په موخه سهار له کوره وتې و: ،، د چاودنې په تور پنځه تنه نیول شوي دي، چې درې تنه يې د ځانمرګي برید کوونکي د کورنۍ غړي دي، دغه ځانمرګی د ضیاالحق په نامه یو تن قاري ترسره کړی و.،،

،، دوه تنه نور چې د پنځه کسانو له ډلې دي، یو تن قاري عبدالله چې ارچي ولسوالۍ اوسیدونکی دی ځانمرګې برید کوونکی دی، دوه کاله يې د انتحار په اړه زده کړې کړي، او پاکستان کې اوسیدل، خو د کورنۍ له خوا چې پرې فشار راغلی، کندوز ته يې راوستې، پلار يې له پولیسو سره مرسته کړې، پولیسو ته يې خبر ورکړ چې ممکن دده ځوی دغه برید کړی وي، خو کله چې پولیس پلټنه کوي د هغه ځوی هم نیسي.،،

د پولیسو قوماندان د ځانمرګي برید په تور د نیول شوي هلک له پلار څخه مننه وکړه چې دوی ته يې خبر ورکړې، خو د معلوماتو لپاره يې پلار هم د پولیسو تر څارنې لاندې دی.

د کندوز والي محمد انور جګدلک هم وویل چې د سولې د خبرو په نتیجه کې ممکن د مخالفینو بریدونه دا معنا ولري چې دوي ته دولت په زیات امتیاز قایل شي: ،، په قطر کې د دولت مخالفین دفتر نیسي که له یوې خوا د سولې خبرې راونې دي له بله خوا د امتیازاتو د ترلاسه کولو خبره ده چې د افغانانو په وینو باندې دغه امتیازات تر لاسه کوي.،،

په کندوز کې دا لومړی ځل دی چې د تیرې ورځې د ځانمرګي برید په تور څو کسه نیول شوي دي، مخکې تر دې د هیڅ ډول پيښې په اړه څوک نه دي نیول شوي.

ګل رحیم نیازمن – کندوز
XS
SM
MD
LG