د لاس رسي وړ اتصالات

برازیل د ۲۳۲ کسانو د وژل کېدو ماتم کوي


د برازیل ولس د 232 کسانو د وژل کیدو ماتم کوي چې پرون د هیواد په جنوبي برخه کې په یو نایټ کلپ کې د اور د لگیدلو په پیښه کې مړه شول. په دغه تباه کوونکي پیښه کې د 100 نه زیات کسان ټپیان شوي دي.

د برازیل مامورین وایي د سانتا مارینا د ښار دغه کلب د پوهنتون د محصلینو ډک و کله چې اور په کښي ولگیدی.

ژوندي پاتي کسان وایي د موسیقې د گروپ یوه غړي اورلوبه کوله چې اور د چت خوا ته ولاړی او په یو څو شیبو کې ودانۍ اور واخیستی.

د زیاترو کسان ساه د ډیر لوگي نه بنده شوه او ډیر کسان د وارخطایی نه چه غوښتل یی د ودانی نه ځانونه وباسي د پښولاندی شول ځکه د وتلو یوه لاره وه ، او خلک ډیر وو.

په داسې حال کې چې برازیل د دې ماتم په ټغر ناست دی، د نړیوال کپ د کوربه توب په مناسبت مراسم یې ، چې په 2014 کال کې کیږي او 500 ورځې ورته پاتې دي، فسخ کړل.

دغه پیښه په داسې وخت کې شویده چې برازیل کوښښ کوي نړۍ ته وښیی چې د نړیوال کپ د سیالیوو کوربه توب ته چې په دوه زره او څوارلسم کال کې کیږي او همدا شان د المپیک د لوبو کوربه توب ته چې په 2016 کال کیږي تیاری ونیسي.
XS
SM
MD
LG