د لاس رسي وړ اتصالات

اوباماواي چې په یو کال کې له افغانستان نه نیمايي عسکر وباسو


جمهور ریس اوباما
جمهور ریس اوباما

جمهوررئیس اوبا ما، د افغانستان په باب اعلان وکړ چې دهغو امرېکا یی عسکرو نېمايی برخه به چې همدا او س په افغانستان کې خدمت کوي، او شمېر تقرېبا ٣۴ زرو ته رسېږي، هغوي به دېوکال په موده کې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
امریکا د افغانستان د لس کلني جگړې په موده کي هغه هیواد ته ټول ١٠٠ زره عسکر استولي وو. ویل کیږي چي افغان قواو ته به د ناتو د قواو نه بشپړی امنیتي چارې په ٢٠١۴م کال کي وسپارل شي.
ولسمشر براک اوباما وویل چې په دې توگه به امرېکا په هغه لاره ېون پېل کړی چې ټول عسکر ېې د ٢٠١۴ کال تراخره پورې لکه څنگه چې پلان ورته جوړ شوېدې، خپل هېوادته راستانه شي.

ولسمشر اوباما وویل چی دعسکرو درا اېستلو دغه بهیر به اد امه ولري او د بل کال په اخره کې به زموږ جگړه په افغانستان کې پاېته ورسېږی.
خو په افغانستان کی به دافغان قواو روزنه ادامه ولري، او دترهگرۍ خلاف به هڅې په ټوله نړۍ کې هم ادامه ولري، او په دې کی به دهغه قانوني لایحی او چوکاټ منځته راوستل هم شامل وي چی ددغو عملېاتو لارښوونه وکړی.






XS
SM
MD
LG