د لاس رسي وړ اتصالات

راسموسن: د افغانستان په هکله د ناټو عالي غونډه رابلوو


د ناټو عمومي منشي راسموسین وایې ناټو پر دې غور کوي چې د افغانستان نه د خپلو عسکرو د راویستلو او سږکال په پسرلي کې د افغانستان حکومتي ځواکونو ته د امنیت د ساتلو د مسوولیتونو د ورسپارلو په مناسبت په یوه عالي غونډه راوبلي.

راسموسین د چارشنبې په ورځ د رویټرز خبري اژانس سره په یوه ځانگړې مرکې کې وویل چې تر اوسه پوري لا وروستۍ پریکړه نه ده شوې چې کله به دغه غونډه جوړه شي خو په دې خبره باندې غور روان دی.

راسمون د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ناټو خو به د وران کال د جون په میاشت کې غونډه نه کوي وویل چې د جون میاشت د غونډې د تنظیمولو لپاره یوه ښه نېټه ده.

د ناټو عمومي منشي زیاتوي چې په غونډه کې به په دې اړه حتما خبرې کېږي چې ناټو به په افغانستان کې د٢٠١۴ میلادي کال نه وروسته څه نقش او رول ولري، خو گومان نه کوي چې په یادې غونډې کې به وروستۍ پریکړه وشي:،، ترټولو لومړۍ خبره دا ده چې د ایساف ځواکونه به د ٢٠١۴ کال تر پایه پوري د ټاکلي مهال ویش سره سم په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت پای ته رسوي او د حکومتي ځواکونو د روزلو لپاره به یو نوئ ماموریت پېلوي چې دغه ماموریت به د٢٠١٥ میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پیل شي. ددغه کار لپاره مونږ وخت لرو او فعلا یې په پلان باندې غور کوو. زه توقع کوم چې په راتلونکو څو میاشتو کې باید په افغانستان کې د ناټو د تربیوي رول د نوعیت او حد د ټاکلو په هکله پریکړه ونیول وشي،،.

کله چې په ٢٠٠١ میلادي کال کې پر امریکا باندې حمله وشوه نو د امریکا په نظامي مشرۍ د ناټو ځواکونو له دې امله په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د ختمولو لپاره پوځي برید وکړ چې طالبانو د القاعدې پخواني مشر آسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه. سږکال په افغانستان کې د امریکا د ماموریت ١٢ کاله پوره کېږي.

د ناټو عمومي منشي وویل چې ناټو په په پسرلي کې د امنیت د ساتلو ټول مسوولیت د حکومت عسکرو او امنېتی ځواکونو ته ورحواله کړي.

د ناټو ډېپلوماټان وايې گومان کوي چې سږکال په جون کې به په بروکسیل کې د ناټو د ټرون مشران خپله یوه ورځنۍ عالی غونډه وکړي ، ځکه چې په همدغه مېاشت کې د آمریکا ولسمشر بارک اوباما هم اروپا ته سفر کوي او په ایرلینډ کې د اتو صنعتي هېوادونو د مشرانو په عالي غونډه کې گډون کوي ،خو بېا هم د غونډې دقیقه نېټه لا تراوسه پوري نه ده ټاکل شوې.

اوباما تېره اونۍ د آمریکا د کانګرس د دواړو جرګو غړو او د آمریکا ولس ته په خپله کلنۍ وینا کې وویل غواړي چې د ۲۰۱۳ میلادي کال په پای کې د افغانستان څخه د٦٨٠٠٠ امریکایې عسکرو د جملې نه ٣۴٠٠٠ عسکر راوباسي او د افغانستان محاربوي ماموریت پای ته ورسوي.

د ویلو وړ ده چې ناټو وایې په پام کې لري چې د ٢٠١۴ میلادي کال تر پایه پوري خپل ټول محاربوي عملیات په افغانستان کې پای ته ورسوي خو دغه تړون وايي چې په افغانستان کې به یو شمیر عسکر پاته شي ترڅو افغان ملي امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي او هغوي ورزوي.

د روېټرز خبري آژانس وایې چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د راویستلو په هکله ناټو پروسږکال د امریکې د شیکاګو په ښار کې هم خپله یوه بله عالي غونډه رابللې وه.
XS
SM
MD
LG