د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوشتې په ولسوالۍ کښې د افغان او پاکستاني پوځ تر منځ نښته شوې


د پاکستان د شمال لویدیځ نه رسیدلي رپوټونه وایي چي پرون د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمه کي ددواړو هیوادونو امنیتي قواو پو پر بل باندي ډزي کړي دي.

پاکستاني چارواکو وویل چي افغان قواو د خپل سرحد نه په پاکستانی عسکرو باندي ډزي وکړې او پاکستاني عسکر هم مجبور سول چي جواب یې ووایي.

پا کستانیان وایي چي ددوي په امنیتی قواو کي لږترلږه دوه تنه زخمي شوي دي.

افغان امنیتي قواو بیا د پاکستان خوا ملامته کړې او ویلي یې دي چي هغې غوښتل د افغانستان په خاوره کي دننه د تلاشي یوه پوسته ونیسي.

دا پېښه د ننگرهار د ولایت د ( گوشتې) په ولسوالي کي شوې ده.

دا د سرحدي جگړو وروستۍ پېښه ده چي افغان او پاکستاني قواوي یې ملامتي په یوې بلي باندی اچوي
XS
SM
MD
LG