د لاس رسي وړ اتصالات

د ډیورنډ کرښه به هیڅکله هم په رسمیت ونه پیژنو، کرزی


ویل کیږي چې د امنیتي تړون لپاره دافغانستان د حکومت یو شرط دا دی چې امریکا به د افغانستان د سرحدونو د ساتلو ضمانت ورکوي، په ځانګړي ډول د ګاونډي هیواد پاکستان سره اوږد ګډ سرحد چې تل د دواړو هیوادونو تر منځ د شخړو او جګړو سبب شویدی.

د افغانستان او پاکستان تر منځ اصلي ستونزه دا ده چې افغانستان هیڅکله د ډیورنډ جنجالي کرښه د دواړو هیوادونو تر منځ د رسمي سرحد په حیثیت په رسمیت نه پيژني خو پاکستان بیا وایي چې همدا کرښه د هغوي تر منځ رسمي سرحد دی.

خو ښاغلي کرزي نن یو ځل بیا د خبري کنفرانس په ترڅ کښې وویل چې د ډیورنډ کرښه په افغانانو تپل شوې. کرزی وایي په هغه وخت کښې هم افغانانو دا کرښه نه وه منلې او اوس یې هم نه مني. او د افغانستان هیڅ حکومت به هم دا کرښه ونه مني.

کرزي وویل، مونږ پاکستان ته ضرورت لرو، ځکه چې هغوي زمونږ ګاونډیان دي او تر هغه وخته چې زه د افغانستان ولسمشر یم، کوښښ به وکړم چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې ښې کړم خو دا یې هم ویلي دي چې د ډیورنډ د کرښې په اړه زمونږ دریز واضح دی او هغه دا چې مونږ د ډیورنډ کرښه نه منلې او نه به یې په راتلونکې کښې ومنو.

کرزي وویل د برتانیې حکومت په 1893 کال کښې د ډیورنډ کرښه په افغانانو تپلې ده خو په هغه وخت کښې هم افغانانو ونه منله او نن یې هم مونږ نه منو.

بل پلو:

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وایي په کابل کښې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سې آی اې مشر ورته ډاډ ورکړی چې هغه پیسې به په افغان حکومت بندې نکړې چې ددې ادارې لخوا په منظم ډول ورته ورکول کیږي. کرزي دا تبصره نن د شنبې په ورځ په کابل کښې د سې آی اې د مشر سره د ملاقات نه وروسته کړیدي.

افغان ولسمشر حامد کرزی وایي چې حکومت یې د امریکا د مرستو په لړ کښې هره میاشت په منظمه توګه د تیرو لسو کالونو راپدیخوا د سې آی اې نه مرستې اخلي.

وروسته تر دې چې د امریکا مشهورې ورځپاڼې (نیویارک) ټایمز په یوې تفصیلېي مقالې کښې دا خبره افشا کړه چې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې د ا فغانستان د ملي امنیت شوار ته په لس ګونه میلونه ډالر په صندوقونو، بکسونو، او پلاستیکي کڅوړو کښې هره میاشت ورکوي، ولسمشر کرزي هم دا خبره ومنله چې هو د هغه حکومت دا پیسې د سې آی اې نه اخیستي دي.

کرزي وویل د افغانستان د ملي امنیت ادارې د سې آی اې نه دا پیسې اخیسي دي او اخلي یې. کرزی وایي دا هغه پیسي دي چې د دولتونو او حکومتونو تر منځ د همکارۍ له مخې یې مونږ تر لاسه کوو. دا هغه پیسې دي چې د یوه حکومت اداره یې د بل حکومت د ادارې سره کوي او مونږ د امریکا نه مننه کوو چې زمونږ سره دا ډول مرستې کوي. د امریکا همدې مرستو زمونږ ډیرې ستونزې حل کړیدي.

ولسمشر کرزي دا ونه ویل چې د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره د هغه حکومت ته هره میاشت څومره پیسې ورکوي ځکه چې دا پیسې په استخباراتي کارونو مصرفیږي. خو البته دا یې ومنله چې دا پیسې نغدې ورکول کیږي او بله دا چې د دې پیسو رسید او دا چې چیرته مصرف شویدي، جزیات یې هره میاشت د امریکا د استخباراتو کړیو سره شریک کیږي.

کرزی وایي چې زیاتره دغه پیسې د افغانستان د ملي امنیت د هغو کارکونکو په دارو درملو باندې لګول کیږي چې د جګړې په ډګر کښې ټپي کیږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي چې نن د شنبې په ورځ یې په کابل کښې اروپا ته د خپل سفر په اړه خبریالانو ته مالومات ورکول، وویل چې دا پیسې هغوي ته د حکومتونو تر منځ د رسمي موافقو له لارې ورکول کیږي او وایي چې دا کار په ټولې نړۍ کې معمول دی. کرزی وایي افغانستان یو فقیر هیوا دی او دا ډول مرستو ته ډیره اړتیا لري.
په عین حال کې د سپیې ماڼۍ ویاند جې کارني د نیویارک ټایمز د ورځپانې په مقالې باندې چې وایي سې آی اې افغان حکومت ته نقدې پیسې ورکوي د تبصرې کولو نه ډډه کړیده، پخپله سي آی اې هم پدې موضوع باندې تر اوسه د تبصرې نه انکار کړیدی.

کرزی وایي نن د شنبې په ورځ وختي یې په کابل کښې د امریکا د استخباراتو دمرکزي ادارې د مشر سره وکتل او ترې وغوښتل چې د مطبوعاتو ددغو رپوټونو د آوازو له مخې دې د افغان حکومت سره دا مرستې نه قطع کوي ځکه چې مونږ ورته ډیره اړتیا لرو، کرزی وایي د سې آی اې مشر ورسره دا ومنله چې مرستې به همداسې روانې وي.

کرزي همدارنګه وویل د افغانستان او امریکا تر منځ د دوه اړخیز تړون کارونه پدې خاطر ځنډیلي دي چې د افغان حکومت هغه شرطونه تر اوسه ندي منل شوي چې هغوي ددې تړون لپاره پیشنهاد کړیدي. د دې تړون له مخې به دا مالومه شي چې د 2014 میلادي کال نه وروسته چې کوم امریکایي عسکر په افغانستان کښې پاتې کیږي، چیرته او د کومو شرایطو له مخې به فعالیت کوي.

د امریکا ولسمشر براک اوباما تر اوسه دا پریکړه نده کړې چې څومره عسکر به په افغانستان کښې پریږدي خو داسې ګمان کیږي چې ښایي د 8 او 12 زرو په شاوخوا کښې عسکر به کافي وي چې د 2014 کال نه وروسته د افغانستان د امنیت ساتلو په چارو کښې د افغان امنیتي ځواکونو ملا ور وتړي. خو رپوټ وایي تر څو پورې چې د افغان او امریکا حکومت تر منځ امنیتي تړون لاسلیک شوی نه وي، دا امکان نلري چې د دغو عسکرو شمیر به مالوم شي.

ولسمشر حامد کرزي ویلي دي که چیرته هغه امریکایي عسکر چې د 2014 کال نه وروسته په افغانستان کښې پاتې کیږي، دا ومني چې د افغانانو امنیت به ساتي، د افغانستان امنیتي ځواکونو سره به مالي مرستي کوي، روزي به یې او په وسلو به سمبالوي نو ددې په بدل کښې افغانان هم چمتو دي چې د امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کیږي. رپوټ وایي د افغانستان د قوانینونو نه د امریکایي عسکرو د عدلي او قانوني مصؤنیت مسله د دواړو حکومتونو تر منځ په مذاکراتو کښې چندانې اهمیت نلري.

افغان حکومت تر اوسه ندي ویلي چې امریکایي ځواکونو ته د اډو ورکولو په بدل کښې به د هغوي نه څومره کرایه اخلي خو داسې ویل کیږي چې د افغان حکومت غوښتنه د ملیاردونو ډالرو په اندازه ده، د رپوټونو له مخې امریکا د افغانستان نه غواړي چې د هغوي عسکرو ته دې درې یا څلور پوځي اډې ورکړي.
XS
SM
MD
LG