د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د طالبانو نه غوښتي چې د افغانانو د دښمنانو سره دې جګړه وکړي



دافغانستان ولسمشر حآمد کرزي پرطالبانو نن د شنبی په ورځ غږ کړی چی دافغانستان له دښمنانو سره دې جګړه وکړي. دهغه دې خبری ته په دې نظر کتل کېږی چې مقصد ېې پاکستان دی په تېره ورو سته له هغه نه چې دافغانستان امنېتی قواوپه سرحد کې له پاکستان سره نښته وکړه.

روېټرز خبري اژانس لېکي دښاغلي کرزي داتبصره ښايي له پاکستان سره خړې پړې اړېکې نورې هم خرابې کړي. پداسې حآل کې چې امرېکا غواړي پاکستان له افغانستان سره مرسته وکړي چې طآلبان دېته وهڅوي چې په 2014 م کال کې دامرېکا د قواو له وتلونه مخکې د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

ښاغلی کرزی وویل : ددې په ځای چې خپل هېواد وران کړِي، هغوي باېد خپلې وسلې دهغو مراکزو خلاف وگرځوی چې دافغانستان د سوکالۍ خلاف دسېسې پکې جوړېږی.
ښاغلي کرزي داخبرې نن په ېوه خبري کنفرانس کې په کابل کې وکړلې او وې وېل چې دا طالبانو ته ېوه ېادونه ده.

ښاغلی کرزی زېاته کړله "... دوي باېد له هغه ځوان سړي سره ولاړ وی چې دخپلې خاورې په دفاع کې شهېد شو. د ښاغلي کرزی مطلب هغه سړي ته اشاره وه چې د چارشنبی دورځې په نښته کې له پاکستاني قواوسره په سرحد کې شهېد شو.

روېټرز لېکی په سوونو کسانو په کونړ کې نن د شنبی په ورځ له هغه ځای سره نېژدی مظاهره وکړله چې نښته پکې شوې وه. هغوي غوښتل چې دپاکستان اوامرېکا دواړو خلاف اعتراضونه وکړي.
تردی ېوه ورځ مخکی په کابل کې هم دافغانستان دامنېتی قواو په ملاتړ مظآهری وشوی. دروېټرز رپوټ لېکی چې افغانستان اوپاکستان له کوم وخت راهېسی چې پاکستان په 1947 کې جوړ شوېدی ښې اړېکی ندی لرلي.


بل پلو :

په کندهار کې، نن د شنبی په ورځ د داېتلاف پنځه عسکر د سړک د غاړې دبم په چاودنه کې ووژل شول. له کوم وخت راهېسی چې طآلبانو دپسرلنېو برېدونو پېل اعلان کړېدی داد داېتلاف دقواو خلاف سخته خونړۍ حمله گڼل کېږی. دنړېوال اېتلاف له خوانه د برېد ځای ندی اعلان شوی خو دکندهار دوالی نطاق جاوېد فېصل ووېل چې داېتلاف ېوه گزمه د مېوند په ولسوالی کې د سړک دغاړی په بم ور برابره سوېده.

په کابل کې ددامرېکا په مشرتابه داېتلاف نطاق جگتورن لوکا کارنېل داخبر تاېېد کړی دی او وايی چې د سړ ک دغاړی په بم کې وژل شوی کسان پنځه واړه امرېکا ېان ول. له دغو مرگونو سره، سږکال د ا ېتلاف د قواو د مړېو شمېر 47 ته ورسېده. په دې جمله کې 32 امرېکا ېان وو
XS
SM
MD
LG