د بغلان ولایت د پولیسو ویاند جاوید بشارت خبریالانو ته ویلی دی چی د پلخمري ښار د ولایتي شورا د دفتر په مخکې د یو ځانمرګي برید ترسره شوی دی چی په نتیجه کی یو شمیر کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د پلخمري د عامې روغتیا ریس داکټر مصدق خلیل اشنا راډیو ته د ټلیفون له لارې وویل چې په دغه ځانمرګي برید کې یوولس تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي. د ورستیو رپوټونو له مخې د وژل شوو شمیر څوارلسو ته رسېدلی.
ډاکټر مصدق زیاته کړه: (( په وژل شوو کسانو کې یو تن د بغلان د ولایتي شورا ریس محمد رسول محسني دی.))
د پیښې په ځای کې یو تن عیني شاهد نظرمحمد وویل چې د ولایتي شورا د ریس شپږ تنه ساتوونکي هم په وژل شو کې شامل دي.
نظر محمد زیاتوي چې ځانمرګي د پولیسو جامې اغوستې وې او چاودیدونکي مواد یې په ځان پورې تړلي وو.
له بله پلوه د بغلان د جرخشک په سیمه کې د وسله والو مخالفینو او پولیسو تر منځ جګړه شوی، چې په کې دوه پولیس وژل شوي دي.