په نورستان کې چارواکي وايي چې د حکومتي ځواکونو د دغه ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ بیرته نیولې ده. دغه ولسوالۍ د نږدې درېیو کلنو لپاره د طالبانو د کنټرول لاندې وه.
د نورستان د والي ویاند ظاهر بهاند د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل نن د جمعې په ورځ ولسوالۍ ته دولتي ځواکونه ننوتل. هغه دا هم وویل چې اوس هم په ولسوالۍ کې خال خال ډزې رواني دي. د نورستان د والي ویاند وویل د وانټ وایګل ولسوالۍ د نیولو لپاره دولتي ځواکونو دوې ورځې مخکې عملیات پيل کړي وو.
په وانټ وایګل کې د عملیاتو او د دغې ولسوالۍ د وضعیت په اړه د نورستان د والي د ویاند ظاهر بهاند سره د امریکا غږ آشنا راډیو نوشابه آشنا مرکه کړې ده.