د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې انتخاباتي مبارزې پایته ورسیدې


په ایران کې د جمعې په ورځ انتخابات وشي
په ایران کې د جمعې په ورځ انتخابات وشي
د چهار شنبې په ورځ په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره انتخاباتي مبارزې پایته ورسیدلې. ایرانیان به د نوی ولسمشر د ټاکلو لپاره د جمعې په ورځ رایې واچوي.

د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې شپږ پاته کاندیدان د چهارشنبې په ورځ د وروستۍ ورځی لپاره په دې بوخت وو چي د جمعې د ورځې د انتخاباتو لپاره څنگه زیات شمیر ملاټرکوونکي پیدا کړي.

همدا چهارشنبې د ایرانیانو لپاره داسي ورځ وه چي فیصله وکړي چي د جمعې په ورځ د خپلي خوښي کاندید انتخاب کړي.

د ایران ستر مشر آیت الله علي خامنه یي د ایران د خلکو نه غوښتي دي چی په زیات شمیر رایگیري ته حاضر شي. هغه پرون په یوه وینا کي، چي د ایران د ایسنا دولتي خبرې آژانس خپره کړه، وویل چې « په دې انتخاباتو کې د زیات شمیر ایرانیانو برخه اخیستل به دښمن مایوسه کړي، په ایران باندې به یې فشارونه کم شي او کومه بله لار به غوره کړي.»

اکثره کارپوهان په دې نظر دي چې د ایران د اټمي چارو د مذاکراتو د هییت مشر سعید جلیلي به دا انتخابات وگټي. مگر اعتدال غوښتونکي کاندید او د ایران د اټمي پروګرام پخوانی مرکچي حسن روحاني هم په دې وروستیو ورځو شپو کې شهرت ترلاسه کړی دی.
XS
SM
MD
LG