د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي: سوریې ته دې د وسلو په لیږلو بندیز ولګول شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د عربستان د بهرنیو چارو د وزیر شهزاده الفیصل سره ګډ خبرې کنفرانس ورکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د عربستان د بهرنیو چارو د وزیر شهزاده الفیصل سره ګډ خبرې کنفرانس ورکړ.
سعودي عربستان وايي چې نړیوال باید ایران او د حزب الله وسله والې ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د سوریې د بشارالاسد د رژیم سره مرسته وکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده الفیصل وايي چې د سوریې په بحران کې د تهران ښکیلتیا خطرناکه ده. هغه دا هم ویلي دي چې هیواد به یې نور «چپ پاته نه شي.»

د عربستان د بهرنیو چارو وزیر دغه خبره په هغه خبرې کنفرانس کې وکړه چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري سره یې یو ځای د جدي په ښار کې ورکړ.

شهزاده الفیصل غوښتنه وکړه چې د سوریې رژیم ته دې د وسلو په لیږلو باندې نړیوال بندیز ولګول شي. په عین وخت کې، هغه د سوریې د یاغیانو سره د لا ډیرو پوځي مرستو غوښتنه هم وکړه.

سعودي عربستان د سوریې یاغیانو ته وسلې ورکوي. امریکا هم په دې ورستیو وختونو کې ویلي دي چې د سوریې د یاغیانو سره به د غیرپوځي مرستو علاوه نورې مرستې هم وکړي.

خو د شنبې په ورځ، کیري یو ځل بیا دا خبره وکړه چې د سوریې د بحران د حلولو لپاره تر ټولو غوره لاره خبرې اترې دي.

امریکا، روسیه، او د ملګروملتونو دیپلوماتان به نن د سې شنبې په ورځ په ژینو کې سره غونډه وکړي او د سوریې د سولې د کنفرانس په پلان به خبرې وکړي. تمه ده چې د سوریې د سولې په کنفرانس کې به د سوریې یاغیان او د سوریې د حکومت استازي ګډون وکړي.
XS
SM
MD
LG