د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې ۱۷ کلیوال وژل شوي دي


چارواکي وايي چې د هرات د ولایت د اوبې په ولسوالۍ کې ۱۷ کلیوال هغه مهال ووژل شول چې موټر یې د سړک د غاړې په بم وربرابر شو.

افغان چارواکي وايي چې د سړک د غاړې دغه بم طالبانو ځای پرځای کړی و. ځاي چارواکي دا هم وايي چې په وژل شوو کسانو کې زیاتره یې ښځې دي.

په یوې جلا پيښې کې بیا د سې شنبې په ورځ د کندهار په هوايي ډګر کې یو افغان عسکر د ناټو په عسکرو باندې ډزې کړي دي. په دغه پیښې کې د ناټو یو عسکر وژل شوی دی.

آیساف وايي چې د پيښې په اړه یې څیړنې پيل کړي دي. سمدستې د ناټو د وژل شوي عسکر د هویت په اړه څه نه دې ویل شوي. په ځینو راپورونو کې بیا ویل شوي دي چې دزې د سلواک د هیواد په عسکرو باندې شوي دي.

په تیرو څو کلنو کې د امریکا په مشرۍ په نړیوالو ځواکونو باندې د افغان عسکرو لخوا یو شمیر انفرادي بریدونه شوي دي.
XS
SM
MD
LG