د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په مصر کې د تشدد په اړه اندیښنه څرګنده کړه


روغتیايي ډلې وايي چې د شنبې د ورځې په نښتو کې ۷۲ کسان وژل شوي دي.
روغتیايي ډلې وايي چې د شنبې د ورځې په نښتو کې ۷۲ کسان وژل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د مصر د موقت حکومت د لوړرتبه چارواکو سره خبرې کړي او په مصر کې یې د روان وضعیت په اړه خپله اندیښنه ورته څرګنده کړې ده.

ښاغلي کېري د مصر د ټولو سیاسي ډلو او مشرانو څخه غوښتې چې د اوسني وضعیت څخه دې د مصر د رایستلو لپاره سمدستي اقدام وکړي.

امریکا دغه غوښتنه یوه ورځ ورسته له دې نه کوي چې د مصر د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د لیرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي په لسګونو پلویان ووژل شول.

د مصر د کورنیو چارو د وزارت د خبرداری سره سره، د یکشنبې په ورځ هم د قاهرې د رابعه العدویې د جومات مخې ته د اخوان المسلمین د ګوند په زرګونو کسان راغونډ شوي وو.

داسي معلومیږي چې د محمد مرسي پلویانو د کورنیو چارو د وزیر د خبرداری پروا نه ده کړې.

د یکشنبې په ورځ د پورټ سعید په ښار کې د مرسي د پلویانو او مخالفینو ترمنځ نښتې وشوي چې په ترڅ کې یې په لسګونو کسان ټپيان شول.


په قاهرې کې د شنبې د ورځې خونړۍ نښتې

په قاهرې کې د شنبې د ورځې په نښتو کې په لسګونو کسان ووژل شول. ځینو روغتیايي ډلو ویلي دي چې په نښتو کې لږترلږه ۷۲ کسان وژل شوي دي.

پولیس وايي چې د شنبې په ورځ یې په قاهرې کې د مظاهره چیانو د تیت او پرک کولو لپاره یوازې د اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.

خو ځینو عیني شاهدینو بیا ویلي دي چې پولیسو په مظاهره چیانو باندې د مرمیو ډزې کړې دي.

یو عیني شاهد محمد منصور وايي: «دوی [پولیسو] د مرمیو څخه کار واخیست. دلته خلګ ووژل شول. پولیسو په بامونو باندې نښه ویشتونکي ځای پرځای کړي وو. مظاهر چیانو غوښتل چې ځانونه پټ کړي خو پولیس ورپسې شول تر هغه چې مظاهره چیان بیرته د رابعه العدویې جومات ته ولاړل.»


موقت حکومت د پولیسو لخوا په مظاهره چیانو د مرمیو ډزې نه مني.

د مصر د کورنیو چارو وزارت دا ردوي چې پولیسو دې په مظاهرچیانو باندې ډزې کړي وي.

د مصر د کورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم وویل: «زه دا تاییدوم چې د کورنیو چارو وزارت هیڅ کله هم ډزې نه دې کړي او هیڅکله به هم د مصریانو خلاف ډزې و نه کړي. . . . زموږ او د پوځ د عالی شورا ترمنځ به نورې غونډې هم وشي تر څو په مناسب وخت د اجتجاجونو د پای ته رسولو په اړه پریکړه وکړو.»

د مصر د کورنیو چارو وزیر، محمد ابراهیم ژمنه کړې چې د محمد مرسي پلویان به نورو مظاهرو ته نه پریږدي.

نښتې د جمعې د ورځې د مظاهرې نه ورسته وشوي چې د مصر لوی درستیز عبدالفتاح السیسي یې غوښتنه کړې وه.

د مصر لوی درستیز ویلي دي چې غواړي د بلقوه «تشدد او تروریزم» د ختمولو لپاره ورته اختیار ورکړل شي.

د اسکندریې په ښار کې د لیرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي خلاف د مظاهره چیانو یو تن محمد علي وايي هغه غوندې کسان نه غواړي چې د اخوان المسلمین ګوند دې بیرته قدرت ته ورسیږي.

محمد علي وايي: «خلګو خپله پریکړه کړې ده چې امنیت، آزادي غواړي او داسي وضعیت غواړي چې یو کس بل کس قتل نه کړي او یا یې هم کافر و نه ګني. موږ به محمد مرسي ته بیرته د قدرت سپارل و نه منو.»

د مصر موقت حکومت وايي چې د مرسي څخه د هغو تورنو په اړه پلټنې کیږي چې وايي په ۲۰۱۱ کال کې هغه د حماس د ډلې سره د زندان د ماتولو دسیسه جوړه کړې وه.

د جولای د درېیمې نیټې نه راپدیخوا چې محمد مرسي د قدرت نه لیرې کړل شو هغه توقیف شوی دی او په یو پټ ځای کې ساتل کیږي.
XS
SM
MD
LG