د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د واټرپولو د ورزش د ودې لپاره هڅې


Miss America 2014 Nina Davuluri, top right, crowns Miss New York Kira Kazantsev as Miss America 2015 during the Miss America 2015 pagean in Atlantic City, New Jersey, Sept. 14, 2014.
Miss America 2014 Nina Davuluri, top right, crowns Miss New York Kira Kazantsev as Miss America 2015 during the Miss America 2015 pagean in Atlantic City, New Jersey, Sept. 14, 2014.
د افغانستان د واتر پولو فدراسیون د دوو امریکايي روزنکو په همکارۍ په کابل کې د واټرپولو د ورزش لپاره روزنیز پروګرام پیل کړی دی.

ددغه روزنیز پروګرام هدف د دیارلس تنو غوره لوبغاړو موندل دي چې په نږدې راتلونکې کې به د امریکا متحدو ایالتونو ته د لا زیاتو تجربو ترلاسه کولو په هدف هم سفر وکړي.
په افغانستان کې د واټر پولو د فدراسیون له جوړیدو څخه وروسته ددې ورزش د لوبډلې د جوړیدو په هدف دوه تنه امریکايي روزنکي بهرام هاجره او سکات کارسو د افغانستان د واتر پولو د فدراسیون په همکارۍ کابل ته راغلي چې پنځوس تنه لوبغاړي به په عملي او نظري توګه وروزي.

په افغانستان کې د واټرپولو د ورزش د ودې لپاره هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00


ددې ورزش امریکایي روزونکی بهرام هاجره وایي: « موږ غواړو د دوی استعدادونو او وړتیاو ته وده ورکړو،‌ دوی ته روزنه ورکړو چې قهرمانان او غوره لوبغاړي شي.»

د افغان لوبغاړو دغه امریکايي روزنکي وايي چې دوی به لوبغاړي په نړیوال معیار وروزي. په ورته وخت کې افغان لوبغاړي وايي دوی پخوا دغه راز روزنه نه وه ترلاسه کړې او هیله من دي چې وکولای شي ددغو امریکايي روزنکو له روزنې څخه ښه ګټه واخلي.

د افغانستان د واتر پولو فدراسیون وايي چې افغانستان ته د امریکايي روزنکو راتګ به د دواړو هیوادونو ترمنځ د کلتوري راکړې ورکړې لامل شي او دوی به په راتلونکې کې هم له دغه راز روزنیزو پروګرامونو څخه ګټه واخلي.

د واټر پولو لوبه یو کال مخکې په افغانستان کې پیل شوې چې اوس مهال په هرات، بلخ او کابل ولایتونو کې نږدې یو سلو او شل تنه په مسلکي توګه دغه ورزش پرمخ بیایي.
XS
SM
MD
LG