د لاس رسي وړ اتصالات

اسراییلي او فلسطیني مرکچیان د خبرو لپاره ځانونه تیاروي


د اسراییلو او فلسطینیانو مرکچیانو دوې اوونۍ مخکې په واشنګټن کې خبرې وکړي.
د اسراییلو او فلسطینیانو مرکچیانو دوې اوونۍ مخکې په واشنګټن کې خبرې وکړي.
اسراییلیان او فلسطینیان به د چهارشنبې په ورځ په بیت المقدس کې مخامخ خبرې پیل کړي.

اسراییلي او فلسطیني مرکچیان د دغو خبرو لپاره ځانونه تیاروي. د چهارشنبې د ورځې په خبرواترو کې به امریکايي مرکچي مارتین انډک هم برخه واخلي.

په واشنګټن کې، دوې اوونۍ مخکې، دواړو اړخونو د یو بل سره مخامخ خبرې پیل کړي.

د خبرو د پیلیدو موافقه هغه مهال وشوه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څو میاشتو لپاره منځګړتوب وکړ چې په نتیجه کې یې د کلنو بن بست پای ته ورسیدی.

فلسطینيان خبرو ته هله تیار شول چې اسراییلو موافقه وکړه چې د خپلو زندانونو نه به ۱۰۴ فلسطیني بندیان خوشي کوي.

د فلسطینیانو ولسمشر محمود عباس د ډیر وخت راهیسې په دې باندې ټینګار کاوه چې د اسراییل سره به تر هغو خبرې و نه کړې چې، په هغو سیمو کې چې فلسطینیان یې د ملکیت دعوا کوي، د ناقلو یهودیانو لپاره د کورونو جوړول بند نه شي.

د اسراییلو صدراعظم بیا دغه خبره رد کړې وه.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه بن بست پای ته ورسوی او خبرې اترې بیرته پیل شوي. ښاغلي عباس د خپلې غوښتنه څخه، چې د کورنو د جوړولو په اړه یې درلوده، تیر شو او اسراییلو بیا موافقه وکړه چې ۱۰۴ فلسطیني بندیان به خوشي کوي.


اسراییل او فلسطینیان به د چهارشنبې په ورځ مخامخ خبرې وکړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00













اسراییلو د ۲۶ فلسطیني بندیانو د نومونو لست خپور کړ.

پرون د اسراییلو حکومت د هغو ۲۶ فلسطیني بندیانو نومونه خپاره کړل چې تمه ده ډیر ژر به د بند نه خوشي شي. دغه بندیان به د چهارشنبې د ورځې د خبرواترو نه مخکې خوشي شي.

په دغو بندیانو کې هغه کسان شامل دي چې په وژونکو بریدونو کې د لاس لرو پخاطر نیول شوي وو.

د اسراییلو د حکومت د دغه پریکړې په خلاف په سلګونو اسراییلیان لارو کڅو ته راووتل او مظاهرې یې وکړي.

یو مظاهره کوونکې چې ۲۰ کاله مخکې یې ورور د غزې په تړانګه کې وژل شوی و وايي:

«زه غواړم چې حکومت په دې باندې وپوهیږي چې دوی زموږ ځوانانو ته غلط پيغام استوي دا ځکه چې [دوی] اوس فکر کوي چې زموږ وینه هیڅ قیمت نه لري. دوی، مخالف لوري ته هم غلط پیغام استوي، یانې دا ورته وايي چې ولاړ شي او و یې وژنی ځکه چې تاسو د دې قدرت لری.»

خو د دغو بندیانو خپلوانو بیا د اسراییلو د دغه اقدام هرکلی کړی دی.

په لودیځه غاړه کې د مصطفی الحج کورنۍ ځانونه د هغه بیرته ستنیدو ته تیاروي.

هغه ۴۵ کلن دی او زندان ته د دې لپاره اچول شوی چې په کال ۱۹۷۹ کې یې یو یهوديي ناقل وژلی و.

فلسطینیان دا خبره کوي چې دغه ۱۰۴ بندیان باید وختي لا خوشي شوي وايي. دوی وايي چې دغه بندیانو د جګړې په جریان کې ځینې ګامونه اخیستي دي.

فلسطینیان زیاتوي چې دا د ۱۹۹۴ کال نه مخکې وختونه وو چې اسراییلیانو او فلسطینیانو د سولې موافقه نه وه کړې.

خو ډیر شمیر اسراییلیان بیا دغه بندیان په دې خاطر تروریستان بولي چې ملکیان یې په نښه کړې او په وژنو په قضیو کې ښکیل وو.

د خوشي شوو بندیانو په کتار کې ۲۱ کسان یې د وژنو په قضیو کې محکومه ګنل شوي دي او نور بیا د وژلو او تښتول د هڅو په تور په زندان کې اچول شوي وو.


جان کېري: د نوو کورونو جوړول باید د سولې د خبرو مخه و نه نیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي چې د اسراییلو پلان -- چې په اشغال شوو فلسطیني سیمو کې یې د ناقلو یهودیانو لپاره د ۱۲۰۰ نوو کورونه د جوړولو اجازه ورکړې ده -- باید د اسراییلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د خبرو خنډ و نه ګرځي.

هغه دغه خبره پرون د کلمبیا په مرکز بوګوتا کې وکړه.

ښاغلي کېري د اسراییلي حکومت لخوا د نوو کورونو د جوړولو د اعلان په اړه په خپلو څرګندونو کې تندې خبرې کړې دي.

جان کېري وویل: «د امریکا د متحده ایالاتو نظر دا دی چې د ناقلو یهودیانو لپاره د کورنو جوړول غیر قانوني عمل دی. دغه د امریکا پالیسي ده. او موږ د دغه پالیسۍ په اړه په اسراییلو کې خپلو ملګرو ته واضح ویلي دي.»

خو ښاغلي کېري دا هم وویل چې د دغه موضوع تر ټولو ښه حلاره دا ده چې د خبرو په جریان کې د دواړو اړخونو ترمنځ د امنیت او سرحداتو ستونزې حل شي.

ښاغلي کېري وویل: «زه فکر کوم، په حقیقت کې، دغه د خبرو د پیلیدو په اهمیت باندې ټینګار دی. د خبرو په ژر پیلیدو باندې تاکید کوي او د کورجوړونې د مسلې په حل باندې تاکید کوي. . . . کله چې امنیت او سرحداتو موضوعات حل شي نو تاسو کولای شی چې د کورونو د جوړولو موضوع هم حل کړی.»

امریکا غواړي چې په نهو راتلونکو میاشتو کې دې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې موافقتنامه وشي. د دغه موافقتنامې په اساس به د فلسطینیانو دولت جوړ شي چې خپلې پولې به ولري. د امنیتي موضوعاتو په اړه به موافقه وشي او د میلیونونو فلسطیني مهاجرو سرنوشت به هم معلوم شي.
XS
SM
MD
LG