د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان هند ته ماتې ورکړه


د اسیا د ایمرجنګ کپ په سیالیو کې نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هند د درویشت کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې نننۍ لوبه د ۲۸ منډو په توپیر سره وګټله. افغانستان، د ۷ لوبغاړو په سوځیدو، ۱۸۴ منډې وکړې او هند ته یې د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه. هند په پوره پنځوسو اورونو کې ۱۵۶ منډې جوړې کړي.

د نننۍ لوبې پچه هندي لوبډلې وګټله او افغانانو ته یې د منډو د کولو بلنه ورکړه.

د هند سره په لوبې کې سمیع الله شنواري تر ټولو زیاته منډې جوړې کړې. هغه د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په وهلو سره ۴۳ مڼدې وکړې او د لوبې تر پایه پورې و نه سوځید.

په لوبې کې محمد شهزاد ۳۸ او محمد نبي ۲۵ منډې جوړې کړې. سمیع الله شنواری د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په هندي لوبغاړو کې بیا راهول او بوني ډیرې منډې جوړې کړې خو نورو هندي لوبغاړو بیا دومره منډې جوړې نه کړې.

په ۵۰ اورونو کې
د هند لوبډلې یوازې ۱۵۶ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۸ منډو په توپیر بایلوله.
XS
SM
MD
LG