د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه د سوریې په اړه څه کولای شي؟


داکټر وحید وحیدالله
داکټر وحید وحیدالله
که په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال تورونه ثابت شي نو هغه مهال به ملګري ملتونه اقدام وکړي.

دغه خبره د نړیوالو او سیمه ییزو بحرانونو د حلولو لپاره د ملګرو ملتونو ستر سلاکار او کارپوه ډاکټر وحید وحیدالله د زیبا خادم سره په مرکې کې کړې ده.

د چهارشنبې په ورځ، د سوریې د حکومت مخالفینو ادعا وکړه چې د سوریې حکومتي ځواکونو د دمشق په ختیځ کې زهرجن ګازونه استعمال کړې دي. د سوریې حکومت د مخالفینو دغه ادعا رد کړه.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د پلټونکو ډله په سوریې کې ده چې د کیمیاوي وسلو د استعمال د پخوانیو تورونو په اړه څیړنه وکړي.

د ملګرو ملتونو کارپوه ډاکټر وحید وحیدالله وايي چې د تیر یو نیم کال نه راپدیخوا ملګرو ملتونو دا غوښتنه کوله چې د کیمیاوي وسلو د استعمال د تورونو په اړه دې د پلټنو اجازه ورکړل شي.

ښاغلی وحیدالله وايي چې صرف څه موده مخکې د سوریې حکومت موافقه وکړه چې د ملګرو ملتونو پلټونکو ته اجازه ورکړي چې د کیمیاوي وسلو د استعمال د تورونو په اړه څیړنه وکړي.

په سوریې کې د بشري ناورین په اړه، ډاکټر وحید وحیدالله وايي چې په هغو هیوادونو کې چې استبدادي رژیمونه لري، لکه سوریه، ملګري ملتونه د بشري مرستو د رسولو په برخې کې ستونزې لري.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:09 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG