د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو په درشل کې نوې سیاسي هڅې او ائتلافونه


د سیاسي او جهادي مشرانو غونډه
د سیاسي او جهادي مشرانو غونډه
دا سیاسي کوښښونه چې پکښې جهادي او سیاسي شخصیتونه، ډلې او گروپونه ونډه لري د تالارونو او مجلس ځایونو پر ځای په شخصي کورونو کې پرمخ بیول کیږي.

د لومړنۍ غونډې کوربه توب د جنرال عبدالرشید دوستم په غاړه و.

دوهمه غونډه چې د سه شنبې په ماښام وشوه، کوربه توب یې محمد محقیق وکړ.

اټکل کیږي چې دا سیاسي «گردک» به سبا ته هم دوام وکړي. د دې نوښت د یو مشر احمد ضیا مسعود په وینا به، د پنجشنبې په ورځ د یو نوي سیاسي ائتلاف په ترڅ کې یو انتخاباتي اتحاد اعلان شي.

په دې سیاسي ائتلاف کې د زلمي خلیلزاد، ډاکتر علي احمد جلالي او قیوم کرزي په گډون یو شمیر سیاسي شخصیتونه او د عطا محمد نورو محمد محقیق، ډاکتر عبدالله عبدالله، یونس قانوني او امرالله صالح په شان یو شمیر جهادي شخصیتونه برخه لري.

ډاکتر حمیدالله فاروقي د اشنا تلویزیون سره په مرکه کې دې ډول سیاسي نوښتونو او خوځښتونو ته هرکلی ووایه او هغه یې د افغانستان د سیاسي او ټولنیزې بیدارۍ لپاره گټور وگاڼه.

ښاغلي فاروقي دا هم زیاته کړه چې د انتخاباتو په درشل کې د نورو خوځښتونه د جوړیدو امکانات هم شته.


د سیاسي او جهادي مشرانو دوهمه غونډه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00
XS
SM
MD
LG