په کابل کې د دوو امریکايي روزنکو په همکارۍ او د واټر پولو فدراسیون لخوا د پنځوسو تنو لوبغاړو ترمنځ له دریو اونیو تمرینونو او هڅو وروسته د افغانستان د واټر پولو لومړنۍ دیارلس کسیزه لوبډله جوړه شوه.
چارواکي وايي د واټر پولو په دغه ورزشي کمپ کې د کابل ، هرات او بلخ ولایتونو څخه غوره لوبغاړو ګډون کړی وو چې په پایله کې دیارلس غوره لوبغاړي د هغوی د استعدادونو او وړتیاو مطابق ملي لوبډلې ته وټاکل.
ویل کیږي چې افغان لوبغاړي به خپل لومړنۍ بهرنی روزنیز سفر په نږدې راتلونکې کې په عربي متحدو اماراتو کې د امریکايي روزنکو په همکارۍ ترسره کړي.
د دغو لوبغاړو امریکايي روزنکی سکات کارسو وايي چې افغان لوبغاړي له ښه استعداد څخه برخمن دي او په راتلونکې کې به له دوی سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي تر څو وکولای شي په نړیواله کچه لوبې ترسره کړي.
د ښاغلي کارسو په وینا لوبغاړو ته به په امریکا کې هم د روزنې په هدف زمینه برابره کړي تر څو افغانستان وکولای شي په نږدې راتلونکې کې آسیايي سیالیو ته ځان چمتو کړي.
دی زیاتوي که څه هم ورځ تر بلې په افغانستان کې د د لامبوهلو حوضونه جوړیږي خو لا زیات کار ته اړتیا ده چې لوبغاړي معیاري کچې ته ورسیږي.
لوبغاړي واييکه څه هم دوی له دغه ورزش سره زیاته مینه لري خو د تمرینونو لپاره مناسب حوض په واک کې نه لري چې هرکله پکې تمرینونه ترسره کړي.