د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: سوریې په اړه دې رپورټ ته انتظار وشی


د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي په سوریې کې د پلټونکو ماموریت ته دې وخت ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي په سوریې کې د پلټونکو ماموریت ته دې وخت ورکړل شي.
د ملګروملتونو عمومي منشي بان کې مون د نړۍ له لویو قدرتونو څخه غوښتې چې تر هغو پورې دې په سوریې باندې برید نه کوي چې د دغه سازمان د پلټونکو کار پای ته نه وي رسیدلی.

ښاغلي بان د پنجشنبې په ورځ وویل چې د پلټونکو ډله به د شنبې په ورځ په سوریې کې خپل کار ختم کړي او د خپلو موندنو په اړه به هغه ته راپور ورکړي. د ملګروملتونو عمومي منشي وویل: «دیپلوماسۍ ته باید فرصت ورکړل شي.»

امریکا او لوی غربي قدرتونه په دې غور کوي چې د سوریې د حکومت لخوا د ادعا شوو کیمیاوي وسلو بریدونو ته ځواب ورکړي.

د پنجشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو پلټونکو خپلو پلټونو ته ادامه ورکړه. دا درېیمه ورځ ده چې د ملګرو ملتونو پلټونکي په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال د تورونو پلټنې کوي.

بل پلو ته، په بریتانیا کې د پارلمان غړو د دغه هیواد د صدراعظم سره سخت مخالفت وکړ. کې سخت مخالفت شوی دی. هغه غواړي د بریتانیا د ولسي جرګې غړي په دې قانع کړي چې بریتانیا به د سوریې خلاف په جګړې کې ونډه واخلي.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت لوړرتبه سلاکاران به د پنجشنبې په ورځ د امریکا د کانګریس غړو سره به استخباراتي معلومات شریک کړي.


اوباما د برید تصمیم نه دی نیولی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکايي تلویزون پي بي اس سره په مرکه کې چې د چهارشنبې په مازپیښین وویل چې امریکايي چارواکي باور لري چې دمشق ته نږدې د تیرې اوونۍ د زهرجنو ګازونو بریدونه د سوریې حکومت کړي.

ولسمشر اوباما د محدودو بریدونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې غواړي د اسد رژیم په دې باندې وپوهیږي چې دا به ورته ښه وي چې بیا کیمیاوي وسلې استعمال نه کړي.

ولسمشر اوباما دا هم وویل چې دی فکر نه کوي چې د سوریې د حکومت مخالفین دې کیمیاوي وسلې ولرې چې په سلګونو کسان یې ووژل.

ولسمشر اوباما وویل: «موږ کولای شو د محدودو او د شرایطو سره سمې طریقې استعمال کړو. [موږ] نه غواړو په یوه اوږدې جګړې کې ښکیل شو، . . . نه د عراق د جګړې په شان، چې ډیر خلګ یې په اړه اندیښنه لري.

«خو که چیري موږ دا وایو چې محدوده طریقه، خو واضح او مصممه، نو موږ خبرداری ورکوو چې دغه [ډول اعمال] ودروی. دغه کیدای شي په اوږد مهال کې زموږ په ملي امنیت مثبته اغیزه ولري تر څو بیا کیمیاوي وسلې په بیګناه ملکیانو باندې استعمال نه شي.»

ولسمشر اوباما وویل چې د کیمیاوي وسلو استعمال د امریکا ملي امنیت ته خطر دی. هغه وویل چې د سوریې د حکومت سابقې ته په کتو سره، چې د تروریستي ډلو څخه یې ملاټر کړی دی، داسي ویل کیدای شي چې [کیدای شي] کیمیاوي وسلې به [یوه ورځ] د امریکا په خلاف هم استعمال کړل شي.

ولسمشر اوباما وویل: «موږ د خپلو ملګرو سره مشورې کوو. موږ د نړیوالې ټولنې سره سلا مشورې کوو. او تاسو پوهیږي، زه د یوه داسې جګړې سره، چې حد او حدود یې معلوم نه وي، علاقه نه لرم. خو موږ باید چې ځانونه مطمینه کړو چې کله چې د وسلو، لکه د کیمیاوي وسلو په اړه، هیوادونه د نړیوالو نورمونو څخه سرغړونه کوي نو دغه بیا موږ ته ګواښ متوجه کوي او دوی باید مسول وګنل شي.»


د امریکا پوځ چمتو دی

د امریکا د دفاع وزیر د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې اوس هم د سوریې د وضعیت ارزونه روانه ده. هغه دا هم وویل چې په دمشق باندې به برید د نړیوالو سره په همکارۍ کې وشي.

د امریکا د دفاع وزیر وویل: «امریکا د خپلو ملګرو او د نړیوالې ټولنې سره د سوریې په دې اړه سلا مشورې کوي. او موږ به د خپلو ملګرو سره سلا مشورو ته ادامه ورکړو. او زه فکر کوم چې ولسمشر اوباما په دې اړه وضاحت ورکړی دی او ما هم په وار وار دا خبره کړې ده چې که چیري د سوریې په خلاف اقدام کیږي نو د نړیوالو سره د همکارۍ د لارې به کیږي.»

ښاغلي اوباما دا هم وویل چې دی دې نتیجې ته رسیدلی دی چې د سوریې په کورنې جګړې کې د امریکا مخامخ ښکیلتیا به د سوریې د حالاتو سره مرسته و نه کړي.

د واشنګټن پوست ورځپانې خبر ورکړی دی چې امریکا د سوریې هغه غوښتنه چې وايي د ملګرو ملتونو د پلټونکو ماموریت دې وغځول شي رد کړی دی.

ورځپانه وايي چې امریکايي چارواکو ویلي دي چې د ملګرو ملتونو په چوکات کې د سوریې د کیمیاوي وسلو په اړه بحث کول ګټه نه کوي.

بل پلو ته، د رویټرز خبرې آژانس خبر ورکړی دی، چې د سوریې په ګاوند کې، د ترکیې د انسرلیک په هوايي اډې کې د پوځي فعالیتونو د ډیریدو راپور ورکړل شوی دی. د دغې هوايي اډه نه امریکایان کار اخلي.

د امریکا د دفاع وزیر ویلي دي چې امریکايي ځواکونه دې ته تیار دي چې د اوباما د حکم سره سم په سوریې باندې برید وکړي.
XS
SM
MD
LG