د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له سري لنکا نه هم وگټله


Afghanistan football
Afghanistan football
د افغانستان د فټ بال ملی ټیم نن په نیپال کې د جنوبي اسیاد طلايي جام په سیالیو کې د سري لنکا ټیم ته د یو په مقابل کې په دریو گولونو ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې چې نن د چارشنبې په ورځ په نیپال کې ترسره شوه، د سري لنکا ټیم په لومړی نیمه کې یو گول وکړو. خو په دویمه نیمه کې د افغانستان ټیم پرله پسې درې گولونه وکړل او د سري لنکا ټیم ته یې ماتې ورکړه

د افغانستان د لوبډلې کپتان اسلام الدین امیري او دوو نورو لوبغاړو حشمت الله او رفیع یو یو گول وکړو. د افغانستان د فټ بال ټیم چې د دې لوبو په دویم گروپ کې دی، خپل لومړۍ لوبه ېې د بوټان نه د صفر په مقابل کې په دریو گولونو گټلې وه. دې سره افغانستان د دوو بریاوو نه پس په خپل گروپ کې د مالدیف نه هم مخکې په اول مقام شو.

د دې لوبې گټلو سره د افغانستان فټ بال ټیم د دې سیالیو دویم پړاو یا سیمي فاینل ته ورسید چې هلته به د پاکستان هند یا د نیپال سره لوبه لري.


د افغانستان د فټ بال ملي ټیم چې دا وخت د جنوبي اسیا د غوره ټیم لقب لري، به هڅه کوي چې دا ټورنامنټ وگټي او د کرکټ نه پس د فټ بال په میدان کې هم یو نړیوال جام وگټي.
  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG