د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر بارک اوباما د سوریې په اړه وینا وکړه


د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما
ولسمشر اوباما وايي چې د امریکا د ملي امنیت منافع دا ایجابوي چې امریکا په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال خلاف محدود پوځي برید وکړي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما په خپلې وینا کې وویل چې د سوریې د جګړې په لومړیو دوو کلنو کې ده د پوځي اقدام سره مخالفت کوی دا ځکه چې امریکا «نه شي کولای چې د بل چا کورنۍ جګړه د قوې د استعمال د لارې حل کړي.»

ولسمشر اوباما، چې د سې شنبې په ماښام یې د امریکا ولس ته وینا کوله، د دغې خبرې د ثبوت لپاره د عراق او افغانستان د جګړو مثالونه ورکړل.

خو ښاغلي اوباما وویل چې په سوریې کې د اګست د ۲۱ نیټې بریدونو، چې د بشارالاسد ځواکونو د زهرجنو ګازونو په استعمال سره په سلګونو کسان د ماشومان په شمول ووژل، حالت ته تغیر ورکړ. د امریکا ولسمشر د اګست د ۲۱ نیټې ماښام د «وېرونکي ماښام» په توګه یاد کړ.

ولسمشر اوباما وویل چې په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال خلاف محدود پوځي برید د امریکا د ملي امنیت د منافعو سره مطابقت لري.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې په دې اړه اختلاف نه شته چې د اګست په ۲۱ نیټه د دمشق نه دباندې کیمیاوي وسلې استعمال شوې دي. هغه دا هم وویل چې په دې کې شک نه شته چې د دغو کیمیاوي وسلو د استعمال مسولیت د ولسمشر بشارالاسد په غاړه دی.

ښاغلي اوباما امریکایانو ته په سوريې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال خلاف د اقدام د نه کولو د عواقبو په اړه خبرداری ورکړ.
XS
SM
MD
LG