د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: ایران سره د ګازو د نل لیکې په پروژه کې فشار ته نه تسلیمیږو


د پاکستان-ایران د ګازو نل لیکه
د پاکستان-ایران د ګازو نل لیکه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سې شنبې په ورځ مۍ اوومه (ثور ۱۸) په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان به له ایران سره د ګازو د پایپ لاین د پروژې له عملي کولو څخه چې څو ځله ځنډول شوې، شاته نه شي.

اسحاق ډار، پرته له دې چې د امریکا نوم واخلي، ټینګار وکړ چې "موږ به هیچا ته (ددې پروژې په اړه) د ممتنع رای یا ویتو اجازه نه ورنکړو".

پاکستان او ایران د ۲۰۰۹ کال د جون په میاشت کې د دغې پروژې تړون لاسلیک کړ چې کولای شي پاکستان ته چې د انرژۍ له سخت کمښت سره مخ دی هره ورځ له ۷۵۰ میلیونو تر یو میلیارد متر مکعب ګاز انتقال کړي.

ایران په ۲۰۱۱ کال کې اعلان وکړ چې د دغه پایپ لاین هغه برخې چې د ایران په خاوره کې موقعیت لري، جوړې شوې دي او پر جوړولو یې شاوخوا دوه میلیارده ډالره لګول شوي دي. خو په پاکستان کې د دې پروژې عملي کېدل څو ځلې د امریکا د بندیزونو د لګېدو د اندېښنو له امله ځنډول شوي دي.

له امریکا څخه د معافیت اخیستل

د پاکستان حکومت د روان کال په مارچ میاشت کې وویل چې هڅه کوي پر ایران د امریکا له بندیزونو څخه معافیت ترلاسه کړي څو دغه پروژه په پاکستان کې هم بشپړه شي. خو امریکا ویلي چې د دې پروژې ملاتړ نه کوي او پاکستان ته یې خبرداری ورکړی چې له دې پروژې له پلي کیدلو دې ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر تېره میاشت په یو خبري کنفرانس کې وویل: "موږ تل ټولو ته دا مشوره ورکړې چې له ایران سره سوداګري د امریکا له بندیزونو سره د مخامخ کیدو خطر لري او ټولو ته دا مشوره ورکول کېږي چې په دې مسلې په دقت سره غور وکړي."

دار په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل: "د پاکستان حکومت به پریکړه وکړي چې کوم کار څه وخت، کله او څنګه، د پاکستان د ګټو پر بنسټ وشي، او دا به موږ ته دیکتې نه شي."

د ایران د قانوني اقدام د اندېښنې له امله د پاکستان پخواني سرپرست حکومت د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د دې ګازو د پایپ لاین د ۸۰ کیلومترو په اوږدوالي د غځولو منظوري ورکړه، تر څو د دغې پروژې د ځنډېدو له امله ایران ته د ۱۸ میلیارده ډالرو جریمې له ورکولو ډډه وکړي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف چې د روان کال په مارچ میاشت کې یې دغه دنده په غاړه واخیسته، تراوسه د دې ګازو د نل لیکې د جوړولو کار نه دی پیل کړی.

په یوه ګډه اعلامیه کې چې د اپریل په وروستیو کې پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي له سفر وروسته خپره شوه، د ګازو د دې پایپ لاین په اړه لږه یادونه شوې وه او له دې امله داسې ګونګوسې رامنځ ته شوې چې ښايي دا پروژه په سمه لار نه وي روانه.

دار خبریالانو ته وویل: "موږ باید خپلې ګټې درک کړو او خپل مکلفیتونه په پام کې ونیسو." هغه دا نظریه رد کړه چې پاکستان د متحده ایالاتو د فشار له امله پروژه ځنډوي، خو دا یې ومنله چې پایپ لاین "یوه پیچلې مسله" ده.

د ایران سره د معاملې پیلې

پاکستان ته د ولسمشر رئیسي له سفر وروسته، چې دواړو لورو ژمنه وکړه، چې دوه اړخیزه سوداګري به ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې له ایران سره د سوداګرۍ له امله ښايي اسلام اباد له ستونزو سره مخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل د اپریل په میاشت کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دوی هر هغه لورې چې له ایران سره د سوداګرۍ اراده لري مشوره ورکوي چې "د بندیزونو له ګواښ څخه" خبر اوسي.

پاکستان د څه د پاسه ۲۴۰ میلیونه نفوس په لرلو سره د انرژۍ او نغدو پیسو له سخت کمښت سره مخ دی له ګاونډي هیواد څخه د ارزانه تیلو واردولو ته اړتیا لري. پاکستان دا مهال د خپلې انرژۍ زیاتره اړتیاوې له خلیج هېوادونو څخه د تیلو او ګازو په واردولو پوره کوي.

د ایران سر سخت سیال سعودي عربستان چې پاکستان یې په مالي ملاتړ تکیه کوي، هم د ایران-پاکستان د ګازو د پایپ لاین له پروژې سره مخالف دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د اپریل په وروستیو کې ویلي و چې اسلام اباد له واشنګټن سره د ګازو د پایپ لاین په اړه د اندېښنو په حل خبرې کوي.

میرمن بلوچ په یوه اونیزه خبري غونډه کې وویل چې دوی د "امریکا لخوا د یو لړ وړاندې شویو نظریاتو" په هکله خبر دي او دا چې دوی "له امریکا سره د پاکستان د انرژۍ د اړتیاو په ابعادو خبرې کوي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دمخه ادعا کړې وه، چې اسلام اباد له تهران سره د ګازو د دغې نل لیکې د غځولو لپاره د واشنګټن له خوا له بندیزونو څخه د معافیت اجازې ته اړتیا نلري. خو کارپوهان وايي چې دغه بندیزونه به د ګازو د انتقال له پیل وروسته نافذ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د هغه هېواد د انرژۍ وزارت دا نه ده تائید کړې چې ایا اسلام اباد له واشنګټن څخه د بندیزونو د معافیت غوښتنه کړې او که نه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG