د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د فاسټ فوډ رسټورانټونه ډیر شوي دي


د روان کال د پیل نه تر اوسه د فاسټ فوډ ۳۰ رسټورانټونه او د جوسو عصري دوکانونه پرانستل شوي دي
د روان کال د پیل نه تر اوسه د فاسټ فوډ ۳۰ رسټورانټونه او د جوسو عصري دوکانونه پرانستل شوي دي
د کابل اوسنی ښار هغه پخوانی ښار ندی چې شپه یې تیاره او هټۍ یې له ماښامه بندېدې. اوس په کابل ښار کې د شپې له خوا د وخت د تیرولو او تفریح لپاره مناسب او پرمختللي ځایونه جوړ شوي دي.

د خلکو د ژوند د اقتصادي حالت له غوره کېدو سره اوس د فاسټ فوډ رسټورانټونه، د میوو، ایسکریمونو او د کافي په لسګونو دوکانونه د شپې تر ناوخته پورې خلاص وي.

په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره ایسا وايي، د روان کال له پیل نه تر اوسه پورې ۳۰ د فاسټ فوډ رسټورانټونه او د جوسو دوکانونه، چې په پرمختللو سیستمونو سمبال دي، جوړ شوي دي.

په کابل کې د چیري بیري په نوم د یخو مستو او رنګارنګ میوو، د ایسکریمونو یو دوکان شته. دغه دوکان د کابل ښار په وزیر اکبرخان مینه کې درې میاشتې وړاندې پرانستل شو. د دې ډول ایسکریم یو چلونکی وايي افغانان چې اوس له نورې نړۍ سره ډېر اشنا شوي، نوي او عصري پرمختګ په همدې عرصه کې غواړي.

د چیري بیري یو مالک، عمر سرفراز وايي: «مونږ چې اول کې دا شروع کاوه، دا یو نوی شی وو، ډېر زیات مخالفت سره مخ شو، خو مونږه ملاتړلې وه ورته، په اوله ورځ چې درته ووایم، مونږ اوسط داسې نېولې وه چې که اویا کسه راشي نو زمونږ بزنس به ښه روان وي، خو ماشاء الله له اولې ورځ نه اته سوه نهه سوه له دې نه مونږ کم شوي نه یو.»

داسې ځایونو ته اکثرا ځوانان ځي، هغه خلک چې یا د مؤسساتو کارکوونکي دي او د منځنۍ کچې اقتصاد لري هم ورځي، خو د چیري بیري مالکان وايي ان شتمن خلګ هم ورځي، نصیر احمد نصیر زی له هند نه کابل ته ستون شوی. هغه وايي اوس کابل هم د نورو هیوادونو په څیر ګرځېدلی دی.

ښاغلی نصیرزی وايي: «مونږ کابل ته چې راغلو دا یو کال کیږي چې کابل کې تغییرات زیات راغلي دي، فسټ فوډ، ریفریشمنټ، داسې ډېر شیان رامنځته شوي په کابل کې، خاصتا د شپې له خوا چې مونږه وځو، ځوانان د شپې له خوا معمولا بهر ته وځي چکر ته ځي.»

که څه هم د فاسټ فوډ، یا د تیارو خوراکونو رسټورانټونه له څو کالو راهېسې په کابل کې وو خو سږ کال د پانګونې د ملاتړ د ادارې یا ایسا په وينا د کال له پیله تر اوسه پورې ۲۷ د فاسټ فوډ رسټورانټونو او درې د څښاک شرکتونو ترې جواز اخېستی دی.

دا هم یو له هغو رسټورانټونو نه دی چې له تېرو شپږو میاشتو راهېسې پرانستل شوی دی، د یمي رسټورانټ هره ورځ په سلګونو مشتريان لري، د دې رسټورانټ مالکان وايي، په کابل میشتو کې تر بل هر وخت دباندې د ډوډۍ خوړولو فرهنګ زیات دود شوی دی. اکثرا، مشتریان د ښه اقتصاد لرونکي دي، دلته غذا له ټیټې بیې پیل او د هر خوراک په زیاتولو لوړیږي.

د یمي رسټورانټ مسؤل، عبدالسلام احمدزی وايي: «په افغانستان کې د ډوډۍ دوه درې قسمه سیستم پخوا وو، سیستم د بوفې او داسې نور وو، له دغه نه خلک خسته شوي دي، دا زوړ سیستم ده، مونږ وغوښتل چې دا نوی سیستم چې د فاسټ فوډ دی دا مو منځته راوړی دی.»

کابل فرائيډ چکن (کې ایف سي) افغانستان فرائیډ چکن (ای ایف سي) او نور داسې رسټورانټونه چې نړیوالو برینډونو ته ورته دي اوس په کابل کې زیات لیدل کیږي.

داسې رسټورانټونه اوس په کابل کې زیات تر سترګو کیږي چې نوي د جوړېدو په حال کې دي.

د دې ترڅنګ په نوره نړۍ کې د جوسونه رواج اوس کابل ته هم راغلی دی. د کابل یو اوسېدونکی فهیم وايي: «د پخوا په نسبت اوس خلک زیات باندې غذا خوړو ته وځي، پیزا، برګر نوې غذا هر څه پیدا کیږي، چې پخوا نه وو او یا کم وو»

د غذا او تازه څښاک په برخه کې په کابل کې وروستي پرمختګونه دهغو اندېښنو ځواب دی چې ګواکې ۲۰۱۴ کال له را رسېدو سره افغانستان نه پانګه د وتو په حال کې ده.


په کابل کې د فاسټ فوډ رسټورانټونه ډیر شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:50 0:00
XS
SM
MD
LG