د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ځینې فدرالي ادارې په موقتي توګه وتړل شوي


د امریکا د فدرالي ادارو شاووخوا ۸۰۰۰۰۰ مامورین په موقتي توګه د کار نه رخصت شوي دي.
د امریکا د فدرالي ادارو شاووخوا ۸۰۰۰۰۰ مامورین په موقتي توګه د کار نه رخصت شوي دي.
د تیرو اوولسو کلنو په جریان کې دا لومړی ځل دی چې د امریکا د فدرالي حکومت یو شمیر ادارې تړل کیږي.

د امریکا د فدرالي ادارو شاووخوا ۸۰۰۰۰۰ مامورین رخصت شوي او کورونو ته استول شوي دي. د فدرالي حکومت نور مامورین به خپلو وظایفو ته حاضریږي، خو د دې تضمین بیا نه دی شوی چې تنخواګاني به ورکړل شي او که نه.

د امریکا په کانګرس کې دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي د فدرالي حکومت د بودجې د تصویب په سر موافقې ته سره و نه رسیدل.

پرون، د امریکا ولسي جرګې، چې اکثریت غړي یې جمهوري غوښتونکي دي، درې ځلې د لګښتونو داسې لایحه تصویب کړه چې په اساس یې د ولسمشر اوباما صحي پروګرام ځنډول کیدی.

خو د ولسې جرګې لخوا دغه درې تصویب شوې لایحې د امریکا د سنا د مجلس لخوا، چې اکثریت پکښې دیموکراتان دي، رد شوي.

د امریکا د سنا په مجلس کې د دیموکراتانو مشر په جمهوري غوښتونکو باندې تور ولګاوه چې قصدا یې د حکومتي ادارو د تړولو نیت درلودی.

د امریکا په سنا کې د دیموکرات ګوند مشر، هري ریډ وویل: «دوی هڅه کوله چې عیني کار تکرار کړي. دوی ۴۵ یا ۴۶ ځلې د اوباما د صحي پاملرنې د پروګرام د لغوه کولو هڅه کړې ده. . . . او اوس دوی بیا هڅه کوي چې دغه کار وکړي.»

ښاغلي ریډ د امریکا د ولسې جرګې د رئیس جان بینر نه وغوښتل چې اجازه دې ورکړي چې په ولسې جرګې کې یوازې د لکښتونو د «واضح» اقدام په اړه، چې د صحي پروګرام خبره پکښې نه وي، رایه ګیري وشي.

خو د امریکا د ولسي جرګې ریس بیا، د بودیجې د تصویب لپاره د ټاکل شوي مهالویش نه لږ ورسته، د ولسي جرګې د اقداماتو نه دفاع وکړه.

د امریکا د ولسي جرګې رئیس جان بینر وویل: «ولسي جرګې خپل دریځ ډیر واضح کړ. موږ فکر کوو چې موږ باید حکومت تمویل کړو، او موږ فکر کوو چې د اوباما د صحي پروګرام باید د ټولو امریکایانو لپاره منصفانه وي.»

مخکې له دې نه چې د امریکا د حکومتي ادارو د تړلو مهالویش راورسیږي، د امریکا ولسې جرګې رایه ورکړه چې د بودجې په سر دې د سنا د مجلس سره خبرې وشي.

خو ښاغلي ریډ بیا دغه خبره رد کړه او وي ویل دا به دا مانا ولري چې دیموکراتان په زوره د لکښتونو په موضوعاتو باندې جوړجاړي ته مجبوره کیږي.

د ادارو تړل او اغیزې یې

د امریکا ولسمشر ورسته له دې نه چې کانګریس په دې کې پاته راغی چې د حکومتي لګښتونو د لایحې په سر موافقه وکړي امریکايي پوځيانو ته خبرې وکړي. هغه وویل چې هغه پوځیان چې فعاله دي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما وویل: «په خواشینی سره، کانګرس په دې کې پاته راغی چې خپل مسولیتونه سرته ورسوي. دوی د بودجې په تصویبولو کې پاته راغلل. د دغه په نتیجه کې د حکومت یو شمیر ادارې تر هغو چې کانګرس بودجه منظوروي وتړل شي.»

د امریکا د ځینو حکومتي ادارو تړل به د دې سبب شي چې د امریکا د فدرالي حکومت شاووخوا ۸۰۰ زره مامورین موقتا بیکاره شي او په امریکا کې به موزیمونه، ملي پارکونه او ځینې نورې ادارې هم وتړل شي.

کارپوهان وايي چې که چیري تر دوو اونیو نه د ډیر وخت لپاره د حکومتي لګښتونو په اړه موافقه و نه شي نو دغه به اقتصاد چې اوس هم ښه نه دی لا پسې کمزوره کړي. همداراز په نړیوال اقتصاد باندې به هم منفي تاثیر وکړي.

خو داسي نه معلومیږي چې د یو شمیر حکومتي ادارو تړل به د هغه څه د عملي کیدو مخه ونیسي چې کانګرس ورباندې جنجال درلودی او هغه د صحي پاملرنې قانون دی چې د یو شمیر برخو عملي کیدل به یې د سې شنبې په ورځ پيل شي.
XS
SM
MD
LG