د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه کې یو امریکایي عسکر د غلا په تور نیول شوی


د روسیې پولیسو ویلي چې یو امریکايي وګړی په جنوبي کوریا کې د کار پر مهال له یوې روسۍ ښځې سره اړیکې ټینګې کړې وې او د اپریل په ۱۰ د هغې د لیدلو لپاره روسیې ته تللی و.
د روسیې پولیسو ویلي چې یو امریکايي وګړی په جنوبي کوریا کې د کار پر مهال له یوې روسۍ ښځې سره اړیکې ټینګې کړې وې او د اپریل په ۱۰ د هغې د لیدلو لپاره روسیې ته تللی و.

روسیې د سه شنبې په ورځ، مۍ اوومه (غوايي ۱۸) وویل چې ددغه هېواد د ختیځې برخې په ولادیوستوک ښار کې د غلا په تور نیول شوی امریکايي سرتیری به په جولای کې د خپلې محاکمې تر ورځې په زندان کې پاتې شي.

د متحده ایالاتو پوځ ویلي، دغه کس چې د ولادیوستوک محکمې د ګورډن بلک په نوم پیژندلی، د جرم ترسره کولو په تور نیول شوی دی.

پوځ د قضیې د حساسیت له کبله نور جزئیات ندي خپاره کړي.

د روسیې د دولتي رسنیو په حواله، د پریموري سیمه ییزې محکمې ویاندې الینا اولینوا وویل چې دغه امریکايي وګړی د مۍ په دویمه د غلا په تور توقیف شوی او د جولای په دوهمه د محاکمې تر نیټې به په بند کې وساتل شي.

د ولادیوستوک ښار پولیسو وویل چې یو ۳۴ کلن بهرنی یې نیولی او د هغه په خلاف یې د غلا جرمي قضیه پرانیستلې چې قرباني ته یې د پام وړ زیان رسولی دی، او تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم کیدی شي.

پولیسو ویلي دي چې دغه سړي په جنوبي کوریا کې د کار پر مهال له یوې روسۍ ښځې سره اړیکې ټینګې کړې وې او د اپریل په ۱۰ د هغې د لیدلو لپاره روسیې ته تللی و. خو د دواړو ترمنځ له "شخړې" وروسته، سړي دا ښځه پرې ایښې وه.

وروسته، ښځې وموندله چې پیسې یې ورکې دي او پولیسو ته یې زنګ وواهه. پولیسو نوموړی په یو هوټل کې په داسې حال کې ونیو چې متحده ایالاتو ته د الوتنې لپاره چمتو کیده.

روسۍ ورځپاڼې ایزویستیا د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې دغه سړي ۲۰۰ زره روبله (۲۲۰۰ ډالر) غلا کړي او ښځه یې وهلې ده.

په ولادیوستوک کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو استازي د روسیې دولتي خبري اژانس 'تاس' ته ویلي چې قضیه له سیاست سره تړاو نه لري.

دې استازې وویل: "دا قضیه له سیاست یا جاسوسۍ سره تړاو نه لري، تر هغه چې موږ پوهیږو دا یوه خالصه جنايي قضیه ده. له همدې امله په ولادیوستوک کې د بهرنیو چارو وزارت څانګه د متحده ایالاتو ددغه تبعه برخلیک له نږدې نه تعقیبوي."

دا مطلب د فرانس پرس اژانس د راپور پراساس ترتیب شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG