د لاس رسي وړ اتصالات

دلګښتونو او پورونو په اړه دریځونو کې بدلون ندی راغلی


د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي چې دا د کانګرس کار دی چې د امریکا د پورونو د اخیستلو اندازه زیاته کړي.

دغه چارواکي دا هم وايي چې ولسمشر باراک اوباما به د کانګرس د جمهوري غوښتونکو سره به د هغه ګواښ پخاطر، چې د امریکا د پور اخیستنې د اندازې د ډیرولو د مهالویش د تیریدو په اړه موجود دی، خبرې اترې و نه کړي.


د امریکا د یو شمیر حکومتي ادارو د تړل کیدو نږدې یوه اوونۍ پوره کیږي خو اوس هم داسي نه معلومیږي چې د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو په دریځونو کې دې بدلون راغلي وي.

اوس هم د امریکا د فدرالي حکومت په سلګونو زره مامورین رخصت دي خو د امریکا د دفاع د وزارت ۳۵۰ زره ملکي مامورینو ته بیا ویل شوي دي چې خپلو کارونو ته حاضر شي. دوی ته دغه اعلان ورسته له دې نه وشو چې د امریکا د دفاع وزیر وویل چې دوی د رخصت شوو کسانو په کتار کې نه راځي.

دغه بن بست د دې لامل ګرځي چې د حکومت د پور اخیستنې د اندازې د ډیرولو لپاره، د اکتوبر د ۱۷ نیټې د مهالویش نه مخکې، سیاسي بحران لا پسې پیچلی او ژور شي.

د روان کال په پیل کې، د امریکا د فدرالي حکومت پورونه د ۱۶.۷ ټرلیونو ډالرو نه واوښتل او د اکتوبر ۱۷ نیټه هغه مهالویش دی چې د امریکا د پور اخیستنې اندازه باید ډیره شي.

د حکومتي لګښتونو په اړه بن بست د دې لامل ګرځي چې د حکومت د پور اخیستنې د اندازې د ډیرولو لپاره، د اکتوبر د ۱۷ نیټې د مهالویش نه مخکې، سیاسي بحران لا پسې پیچلی او ژور شي.

د روان کال په پیل کې، د امریکا د فدرالي حکومت پورونه د ۱۶.۷ ټرلیونو ډالرو نه واوښتل او د اکتوبر ۱۷ نیټه هغه مهالویش دی چې د امریکا د پور اخیستنې اندازه باید ډیره شي. امریکا باید خپل بلونه پیسې ورکړي او د مالي اعتبار پانو سود هم ورکړي چې د چین، جاپان او نورو بهرنیو پانګه اچونکو په لاس کې دي.

چین خو وار له مخې لا خبرداری ورکړی دی چې امریکا ډیر کم وخت لري چې د حکومت د پور اخیستنې اندازه ډیره کړي.

په کانګرس کې اختلافات

دغه یوه بله موضوع ده چې په کانګرس کې دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکي ورباندې اختلاف لري. که چیري د امریکا د پور اخیستنې کچه د روانې عیسوي میاشتې تر ۱۷ نیټې ډیره نه شي نو امریکا به په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د خپلو پورونو په ورکړې کې پاته راشي.

که څه هم سیاستمدارانو او اقتصادپوهانو د امریکا او نړۍ اقتصاد ته د دغسې یو حالت د عواقبو په اړه خبرداری ورکړی دی، خو د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسي جرګې رئیس جان بینر اشاره وکړه چې جمهوري غوښتونکي اوس هم په خپل دریځ ولاړ دي.

ښاغلي بینر وویل: «زه نه غواړم چې امریکا خپل د پورونو په ورکړې کې پاته راشي. خو زه به د هغو مشکلاتو په اړه، چې زموږ پورونه یې دې اندازې ته رسولې دي، د جدي خبرو نه بغیر د پور اخیستنې اندازه ډیره نه کړم.»

د اي بي سي د تلویزوني شبکې سره په مرکې کې، ښاغلي بینر په ولسمشر اوباما باندې تور ولګاوه چې نه غواړي د جمهوري غوښتونکو سره د حکومتي لګښتونو د کمولو په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي بینر زیاته کړه: «په امریکا کې هیڅ کومه کورنۍ او یا هم کاروبار نه شي کولای چې د بودجې د ۷۰۰ بیلیونو ډالرو د کسر [له تاثیر] نه خوندي وي. دغه یې وخت دی چې موږ د لګښتونو اساسي ستونزه حل کړو.»

رایې دې واچول شي

ولسمشر اوباما بیا د اوسني بحران پړه د جان بینر او د ولسي جرګې د یو شمیر محافظه کارغړو په غاړه واچوله. هغه وویل دغه کسان نه پریږدې چې په ولسي جرګې کې دې د تړلو حکومتي ادارو د پرانستلو په سر رایې واچول شي. هغه زیاته کړه چې که چیري رایې واچول شي نو مطمین دی چې حکومتي ادارې به بیرته پرانستل شي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما وویل: «زه دې ته لیوال یم چې شرط پریږدم چې په ولسي جرګې کې پوره رایې شته چې دا اطمیناني شي چې د امریکا تړل شوي ادارې بیرته خلاصي شي.»

تیره اوونۍ، د امریکا ولسمشر د امریکا خلګو ته د دوه کاله مخکې مثال ورکړ. هغه وویل چې دوه کاله مخکې د فدرالي حکومت د پورونو په سر جنګجال د دې سبب شو چې د ستنډرډ اینډ پور اداره د امریکا د مالي اعتبار کچه راکښته کړي

ولسمشر اوباما وویل: «زه به د کانګرس سره د پورونو د ورکړې په اړه چې اوس هم اخرې حد ته رسیدلې خبرې و نه کړم. زه به هیڅ چا ته اجازه ورنکړم چې دخپل ایدیالوژیکي غوښتونو . . . لپاره د امریکا ښه نوم بد کړي.»

د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ترمنځ د بودجې په سر اختلاف یوه عادې خبره ده. دوی هیڅکله هم د بودجې په سر د یو بل سره موافقه ته نه دې رسیدلي او په موقتي لارو چارو باندې چې د څو میاشتو لپاره د بودجې په تمدیدول دي سلا کیږي.

اوباما وايي چې د بحران پسې بل بحران او موقتي اقدامات د امریکا د اقتصاد لپاره ښه نه وي.
XS
SM
MD
LG