د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي اردو لوبډلې د ایساف لوبډلې ته ماته ورکړه


د ملي اردو لوبډلې د آیساف لوبډلې ته د څلورو ګولونو به ورکولو سره ماته ورکړه
د ملي اردو لوبډلې د آیساف لوبډلې ته د څلورو ګولونو به ورکولو سره ماته ورکړه
په کابل کې د ملي اردو د فوټبال لوبډلې وکولای شول چې په یوې دوستانه لوبه کې د آیساف د ځواکونو د فوټبال لوبډلې ته څلور د صفر پروړاندې ماتې ورکړي.

دغه سیالۍ د افغانستان د دفاع د وزارت او د آیساف د قوماندانۍ لخوا د دوستۍ په هدف ترسره شوه. د ملي اردو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په یوې په زړه پورې لوبه کې څلور د صفر پروړاندې ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د آیساف ځواکونو ویاند برید جنرال هاینس فیلدمن آشنا ټلویزیون ته وویل چې د دغه سیالۍ هدف دا و چې د افغان ځواکونو په تیره بیا د ملي اردو د سرتیرو روحیه لوړه شي‌ ځکه په نږدې راتلونکې کې به دغو ځواکونو ته په بشپړه توګه امنیتي مسولیتونه هم وسپارل شي.

په عیني وخت کې د ملي اردو د ورزش مسول اشرف تقدیر وايي دغه راز لوبې کولای شي د ملي اردو د افسران فزیکي وړتیاوې لوړې کړي

د ملي اردو او د آیساف د ځواکونو د لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:12 0:00
XS
SM
MD
LG