د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ډیر پخوا راهیسې مشخص تاریخي هویت لري


د افغانستان د هنر د تاریخ په اړه د استاد حامد نوید کتاب په دې ورستیو وختونو کې چاپ شوی دی
د افغانستان د هنر د تاریخ په اړه د استاد حامد نوید کتاب په دې ورستیو وختونو کې چاپ شوی دی
افغان انځورګر، څیړونکی، تاریخپوه، او د کابل پوهنتون پخوانی استاد حامد نوید وايي چې افغانستان د ډیر پخوا راهیسې یو مشخص تاریخي هویت لري.

د واشنګټن د کانګریس په کتابتون کې، استاد حامد نوید د خپل نوي کتاب، په افغانستان کې د هنر تاریخ یا Art through the Ages in Afghanistan په اړه په یوه غونډه کې د افغانستان د هنرونو او هنري آثارو د څو زره کلن تاریخ په اړه معلومات ورکړل.

استاد حامد نوید وویل د نورو اروپايي او آسیايي هیوادونو په څیر، د تاریخ په اوږدو کې، افغانستان هم په مختلفو نومونو یاد شوی دی. خو هغه تاکید وکړ چې افغانستان ځان ته واحد او ځانګړی هویت درلودی.

استاد نوید وویل: «زه فکر کوم چې افغانانو د ډیر پخوا راهیسې یو مشخص او ځانګړی تاریخي هویت درلود او هغه آثار چې په افغانستان کې [پیدا شوي] دي . . . هغه یې څرګند مثالونه دي.

«. . . تاسو عینا هغه مجسمه چې په باختر کې یې وینئ په کندهار کې هم وینئ. تاسو دا وینئ چې څنګه د هرات نه نیولې بیا تر جلال آباد پورې مدنیت سره یو ځای شوی دی. د تجارت له نظره، تجارتي لویو لارو [د افغانستان] خلک سره نږدې کړيدي.»

دغه افغان تاریخپوه، استاد نوید په خپل نوي کتاب کې دا هم ویلي دي چې که څه هم افغانستان د سیمې د نورو هیوادونو سره ګډې تاریخي اړیکې لري خو دغه هیواد تل ځان ته خپل هویت درلود او لري یې.

استاد نوید د خپلو دغو خبرو د تائید لپاره په افغانستان کې په پیدا شویو کلتوري او هنري آثارو تکیه کوي.

ښاغلی نوید وايي: «هو، اوس موږ او تاسو وینو چې هنري اثر دولتونه نه جوړوي، ملتونه دي چې هنري اثر جوړوي. کله چې تاسو وینئ چې یو مجسمه جوړونکی په بلخ کې دی او د کندهار د مجسمه جوړونکي لخوا روزل شوی وي نو دغه کار پخپله زموږ کلتوري بافت ښيي.

«مثلا، د عاجو یو سکه چې درې زره کاله مخکې په کندهار کې جوړه شوې یو باختري اوښ ښيي. دغه اثر ډیر په زړه پورې دی او په حقیقت کې زه دغه وزرلرونکي اوښ ته د افغانستان د ملي وحدت سمبول وایم.»

استاد حامد نوید سپارښتنه کوي چې نړۍ، او پخپله افغانان، باید افغانستان وپیژني. هغه زیاتوي چې «افغانان باید خپل اصلیت ومومي نه دا چې د نورو په هندارو کې ځانونه وګوري.»

د استاد نوید د علمي کارونو ارزښت

که سړی دا پوښتنه یا پوښتنې وکړي چې دغه ډول څیړنې څه ارزښت لري؟ او څومره د افغانانو سره او یا هم د نړیوالو سره مرسته کولای شي چې افغانستان وپیژني؟

د سیمه اېیزو او نړیوالو بحرانونو د حل په چارو کې د ملگرو ملتونو لوړ پوړی کارپوه ډاکټر وحید وحیدالله وايي چې د استاد حامد نوید د علمي هڅو ارزښت په دې کې دی چې هغه افغانانو او نړیوالو ته افغانستان او د افغانستان ملي افتخارات ور معرفي کوي.

ډاکټر وحیدالله وايي: «ټولو افغانانو ته، د دې نه پرته چې وکتل شي چې په شمال کې دي او که په جنوب کې، په شرق کې دي، او که په غرب کې دي او که په مرکز کې دي، دوی ته دا ور په یادوي چې وګوری چې افغانستان څومره ارزښتمن تاریخ لري او دا معلومداره ده چې ملي افتخارات او هغه افتخارات چې ډیر لوی دي [خلګو ته ور په یادوي].

«موږ باید ورباندې افتخار وکړو، ځکه نوي نسل ته، مخصوصا [هغه نسل چې] په تیرو پنځه دیرښ کلنو کې رالوی شوی دی، وايي چې وګورئ چې موږ، څومره له ویاړ نه ډک، یو ملت یو . . . دا ثروتونه په موږ پورې اړه لري او نه یوازي په افغانانو پورې بلکه په منطقه پورې. په نړېواله کچه، زه درته وایم، چې هغوی هم متوجه کوي چې دا خو یو ډیر ویاړلی [ملت] دی.»

ډاکټر وحید وحیدالله په دې نظر دی چې د افغانستان د کلتور او تاریخ په اړه دغسې آثار په افغانستان کې د سولې د راوستلو او د دغه هیواد د یووالي سره مرسته کوي.

د ملګروملتونو دغه کارپوه زیاتوي چې د استاد حامد نوید اثر د دې سره مرسته کوي چې افغانانو او نړیوالو ته دا وښيي چې نه باید د افغانستان تاریخ د تیرو ۳۵ کلنو په حوادث کې خلاصه کړل شي، بلکه افغانستان ډیراوږد، لرغونی او غني تاریخ لري.

د استاد حامد نوید د نوي کتاب په اړه د آشنا تلویزون راپور
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:29 0:00
XS
SM
MD
LG