د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د مصر سره خپلې پوځي مرستې ځنډوي


امریکا د مصر سره د کاله ۱.۳ میلیارد ډالره پوځي مرستې کوي
امریکا د مصر سره د کاله ۱.۳ میلیارد ډالره پوځي مرستې کوي
د مصر موقت حکومت د امریکا په هغه پریکړې نیوکه کړې ده چې د مصر سره به خپلې مرستې وځنډوي.

امریکا د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې مصر ته مرستې، چې سلګونو میلیونو ډالرو ته رسیږي، ځنډوي.


د مصر د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل چې د امریکا پریکړه چې د مصر د حکومت سره خپلې پوځي او د نغدو پیسو مرستې ځنډوي درسته نه ده. هغه ویلي دي چې مصر به د امریکا فشارونو ته غاړه پرینږدي او د پلان سره سم به د دیموکراسۍ د راوستلو لپاره خپل کار ته ادامه ورکړي.

د امریکا حکومت پرون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د مصر د خلګو سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکړي خو د دغه هیواد سره به پوځي مرستې او د مصر د موقتې ادارې سره به د نغدو پیسو مرستې وځنډوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جی کارني وايي: «ولسمشر [اوباما] په دې اړه واضح دریځ درلودی او لري یې. او هغه دا دی چې موږ [د مصر سره] خپلو عادي اړیکو ته ادامه نه شو ورکولای.

«او لکه څنګه چې تاسو پوهیږی، موږ وار له مخې لا اعلان کړی و چې موږ به [مصر ته] د ځانګړو پوځي سیستمونو ورکول ودروو. د مصر د وضعیت د جاج اخیستلو نه ورسته، چې ولسمشر اوباما یې امر کړی دی، موږ به د مرستو په برخې کې د مصر سره د خپلو راتلونکو اړیکو په اړه اعلان وکړو.»


باوري پرمختګ

امریکا ویلي دي چې دغه کار د دې لپاره کوي چې د په مصر کې د آزادو انتخاباتو او ملکي حکومت د جوړولو لپاره «باوري پرمختګ» نه دی شوی.

ولسمشر اوباما تیره میاشت د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې وویل چې د مصر موقته اداره، چې د پوځ ملاټر ورسره دی، ځینې داسې پریکړې کړې دي چې د دیموکراسۍ د اعاده کولو سره په ټکر کې واقع کیږي. هغه دا خبره هم کړې ده چې د امریکا مرستې بیا په دې پورې اړه لري چې مصر د دیموکراسۍ په لارې کې نور څه ګامونه واخلي.
د جولای د میاشتې راهیسې چې په مصر کې محمد مرسي د واک نه لیرې شوی دی، د اوباما ادارې د مصر سره د امریکا د مرستو په کمولو باندې غور پیل کړی دی.

په نړیواله کچه، امریکا د اسراییلو نه ورسته د مصر سره ډیره مرسته کوي. امریکا له کاله د مصر سره د ۱.۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي مرسته کوي.

چارواکي وايي چې واشنګټن به مصر ته د اپاشي هیلیکوپترو، هارپون راکټونو او د ټانکونو د پرزو ورکول وځنډوي. امریکا به همداراز د مصر موقت حکومت ته د نغدو پیسو ورکول هم وځنډوي.

خو امریکا به خپلو مرستو ته د تعلیم او صحت په برخې کې ادامه ورکړي او همداراز به د تروریزم خلاف هڅو کې او د سرحداتو د ساتلو په برخې کې د مصر سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په مصر کې د پوځ لخوا د مرسي لیرې کولو بیا احتجاجونه راوپارول چې د دا بیا د دې سبب شول چې امریکا د مصر په اړه په خپلې پالیسۍ باندې د سره غور وکړي. د مصر په احتجاجونو کې تر اوسه پورې شاووخوا ۱۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیاله مري هارف وايي: «موږ باید چې د مصر په اړه خپله پالیسۍ د څو ورستیو میاشتو د وضعیت سره برابره کړو. موږ، په حقیقت کې، دا روښانه کړه چې ځینې اقدامات چې په تیرو څو میاشتو کې [په مصر کې] د مختلفو اړخونو لخوا شوي دي، موږ ته د منلو وړ نه دي.»

په مصر کې د جولاي په میاشتې کې مرسي د قدرت نه لیرې کړل شو او په دغه هیواد کې، د نوی عیسوي کال تر انتخاباتو پورې، نوې موقته اداره جوړه شوه.

په محمد مرسي باندې د قدرت په وخت کې د خپلو مخالفینو د وژلو تورونه لګول شوي دي او د مصر موقت حکومت وايي چې هغه به د نومبر په څلورمه نیټه محاکمه شي.
XS
SM
MD
LG