د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې توپان مالي او ځاني تاوانونه اړولي


د پوپان نه مخکې یو میلیون کسان د خپلو کورونو نه خوندي ځایونو ته انتقال شوي وو.
د پوپان نه مخکې یو میلیون کسان د خپلو کورونو نه خوندي ځایونو ته انتقال شوي وو.
په هند کې د پایلین توپان، چې د دغه هیواد ختیځې ساحلي سیمې یې ځپلې دي، پای ته رسیدلی دی. چارواکي وايي چې توپان ډیر مالي تاوانونه اړولي دي.

په سیمې کې د ژغورنې عملیات پیل شوي دي او تراوسه پورې چارواکو د اووه کسانو مړینه تایید کړې ده.

د برهمپور د ښار اوسیدونکی اس کي نندا وویل: «تاوانونه واقعا هم بې ساري دي. دغسې پیښه مخکې نه وه شوې. که څه هم په ۱۹۹۹ کې یو لوی توپان راغلی و خو دغه ډول نه و. دغه لومړی ځل دی چې د ګنجام د سیمې د برهم پور په ښار کې [دغسې یو توپان راځي].»

که څه هم د پایلین د توپان قوت کم شوی دی خو د هوا پيش بینۍ بیا ښيي چې دغه توپان چې د اړیسه او چهتیس ګړهـ د ایالاتونو خوا ته روان دی د دوشنبې تر ناوخته پورې به د سخت باد او باران سبب شي.

د توپان نه مخکې د سیمې نه شاووخوا یو میلیون کسان ایستل شوي وو. توپان په یو شمیر سیمو کې د بريښنا او مخابراتو د لاینونو د قطع کیدو سبب هم ګرځیدلی دی.

د هوټل چلونکی شیخ نصرالدین وویل: «هیڅ څوک زموږ هوټل ته تګ راتګ نه شي کولای. موږ د میلمنو لپاره د خواړو او اوبو د کمبود سره مخ یو. برق هم نه شته او موږ جنراتورونه استعمالوو.»

د یکشنبې په ورځ ناوخته د پایلین توپان د هند د اړیسه د ایالت ساحلي سیمې وځپلې. د دغه توپان سرعت په ساعت کې شاووخوا ۲۰۰ کیلیومتر و.

د هند د طبعي پيښو سره د مبارزې د ملي ادارې مرستیال وویل: «د هند د طبعي پيښو سره د مبارزې ملي ادارې بیا تر بل هر وخت ډیر کسان سیمې ته استولي دي. دوی شاووخوا ۲۳۰۰ کسان استولي دي، چې پکښې ډاکټران او تخنیکي ماهرین او ژغورنې د عملیاتو کارکوونکي شامل دي.»

د کال په دغه موسم کې د بنګال په خلیج کې د توپانونو راتګ عادي خبره ده. دغسې توپانونه بیا د هند او بنګله دیش په ساحلي سیمو کې نه یوازې مالي بلکه ځاني زیانونه هم راړوي.
XS
SM
MD
LG