د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د آشی هارا کاراتې ملي لوبډله رومانیې ته ځي


د آشی هارا کاراتې ملي لوبډله
د آشی هارا کاراتې ملي لوبډله
د افغانستان د آشی هارا کاراتې ملي لوبډله په رومانیا کې د کاراتې دریم پړاو نړیوالو سیالیو لپاره په کابل کې تمرینونه پیل کړي او دې لوبې ته چمتوالی نیسي.

دغه سیالۍ تر راتلونکو څو ورځو پورې د رومانیا په پلازمینه بخارست ښار کې د نړۍ د څه باندې دیرشو هیوادونو ترمنځ ترسره کیږي. افغان لوبغاړو له تیرو دوو میاشتو راهیسې په کابل کې سخت تمرینونه ترسره کوي.

د آشي هارا کاراتې د فدراسیون چارواکي وايي چې په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه دولس کسیزه لوبډله ګډون کوي چې د اختر په شپو ورځو کې یې هم خپلو تمرینونو ته دوام ورکړی او په پوره چمتوالي به په دغو سیالیو کې برخه واخلي.

د عبدالرحمان په نوم لوبغاړي آشنا ټلویزیون ته وویل چې دوی به د شپږم ځل لپاره په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي او هیله من دي چې دا ځل لومړی مقام وګټي.

دده په وینا که څه هم ښې آسانتیاوې په واک کې نه لري خو غواړي چې د نړیوالو پر وړاندې د پیاوړي سیال په توګه لوبې وکړي.

د آشي هارا کاراتې روزنکی وحید جویا وايي دا ځل افغان لوبغاړي ځانګړی چمتوالی لري او د ورځې څلور ساعته تمرین کوي تر څو د افغانستان لپاره پوره مډالونه وګټي.

دی وايي غواړي چې د ورزش له لارې په افغانستان کې ټول میشت ځوانان سره یو کړي او په ملي لاس ته راوړنو کې سره شریک کړي.

د یادولو وړ ده چې افغانستان په دوه زره اوم او دوه زره اتم میلادي کلنو کې د نړیوالو سیالیو دویم او په دوه زره لسم کال کې نړیواله اتلولي ګټلې وه.

د آشي هارا کاراتې فدراسیون وايي چې تراوسه یې له بهرنیو سیالیو څخه شپږشبیته بیلابیل مډالونه ترلاسه کړي چې په دې کې اته ویشت یې په نړیوالو سیالیو کې افغان لوبغاړو ګټلي دي.

د آشی هارا کاراتې ملي لوبډله
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00
XS
SM
MD
LG