د لاس رسي وړ اتصالات

لطیف افریدی: د پاکستان پښتانه به بغاوت ته مجبور شي


د عوامي نیشنل پارټۍ ایالتي مرستیال مشر لطیف افریدي د آشنا رادیو سره په مرکې کې وویل " د پاکستان خارجي پالیسي اوس هم د پوځي جنرالانو او د استخباراتي ادارو په لاس کې ده او نواز شریف به ونشي کړای چې د امریکا او یا هم د ملکي ادارو پر مټ دا واقعیت بدل کړي. "

افریدی وایي د پاکستان په پښتون میشتو سیمو کې د پوځ په خلاف د خلکو کرکه او نفرت ورځ په ورځ زور اخلي او که حالات همداسې ادامه پیدا کړي "پښتون قوم به دوه یا څلور کاله وروسته د بلوڅانو په شان بغاوت وکړي او که پښتنو بغاوت وکړي، بیا یې د پاکستان دا پنجابی پوځ قطعاً نشي سمبالولی"

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:01 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG