د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: ملا برادر افغانستان یا بل چا ته نه سپارو



د افغانستان د سولې د عالي شورا جګپوړه غړي به ډیر ژر پاکستان ته سفر وکړي چې د طالبانو د پخواني مرستیال ملا عبدالغني بردار سره مخامخ خبرې وکړي. پاکستاني چارواکو ژمنه کړیده چې په راتلونکې کې به د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې په خبرو کې نوره مرسته هم وکړي.‌

افغان چارواکي وایي د طالبانو سره د سولې د هلو ځلو د پرمختګ لپاره پآکستاني چارواکو ژمنه کړیده چې د افغانستان د سولې د عالي شورا غړیو ته به اجازه ورکړي چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د پخواني مرستیال ملا عبدالغني برادر سره وګوري. افغان چارواکو تر اوسه د ښاغلي برادر سره د خبرو مهال ویش او نیټه نده ټاکل شوې.

د ملا عبدالغني برادر سره د سولې د عالي شورا د غړیو د ملاقات پریکړه د سه شنبې په ورځ په لندن کې د افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د صدراعظم نواز شریف تر منځ په خبرو کې شویده. د غونډې کوربه توب د برتانیې صدراعظم ډیوډ کیمرون کړی و.

په بهرنیو چارو کې د نواز شریف ځانګړي مرستیال طارق فاطمي د چارشنبې په ورځ په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل ، پاکستان پدې کې هیڅ اعتراض نلري چې افغانان دې د ملا عبدالغني برادر سره وګوري.

" ملا برادر د ولسمشر حامد کرزي په غوښتنې خوشې شو. مونږ په افغانستان کې د سولې د پروسې د پرمختګ طرفداره یو خو پکار ده چې د سولې د خبرو مشري دې پخپله د افغانانو په لاس کې وي او د هغوي په مشرۍ سره دې ترسره شي. مونږ به پدې خبرو کې همکاري کوو ځکه مونږ پدې پوهیږو چې په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان د سولې او ثبات لپاره مهمه ده. مونږ غواړو چې د یوه ښه ګاونډي سره ژوند وکړو. "

ښاغلي فاطمي وویل چې د ملا عبدالغني بردار د شخصي امنیت په خاطر یې د هغه لپاره د ټینګ امنیت تدابیر نیولي دي. فاطمي وایي برادر یو آزاد شخص دی او هر چیرته یې چې زړه وغواړي تللی شي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې پاکستان به ملا عبدالغني بردار هیچا ته هم په لاس ورنکړي.

" مونږ به هغه نه افغانستان ته او نه هم بل چا ته په لاس ورکړو، هغه یو آزاد شخص دی او هر چیرته تللی شي. مونږ داسې نکوو چې یو ځل شخص ونیسو او بیا یې د یوه ځای نه بل ځای ته انتقال کړو. "

بل پلو په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کنینګهم خبریالانو ته د وینا پر مهال د طالبانو نه وغوښتل چې د تشدد پر ځای دې د سولې د پروسې لار غوره کړي.

" زه د ملا عبدالغني برادر په اړه کوم شخصي نظر نلرم، دا د افغانانو خپله مسله ده. خو د سولې عالي شوار د پخوا نه پدې ټینګار کاوه چې هغه د سولې په پروسې کې مهم نقش ادا کولی شي نو په همدې خاطر مونږ ددې هلو ځلو سره ملاتړ کوو."

ملا عبدالغني بردار په 2010 کال کې هڅه کوله چې د افغان حکومت سره د سولې په یوه پلان خبرې وکړي او په همدې خاطر د کراچۍ په ښار کې د پاکستان لخوا ونیول شو.
XS
SM
MD
LG