د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې ۳۶ فیصده د کوکنارو کښت زیات شوی


ارشیف
ارشیف

د کوکنارو د کښت په اړه نوې سروې ښيي چې په ۲۰۱۳ کال کې ۳۶ فیصده کوکنار زیات کرل شوي چې دا کچه په افغانستان کې یو یکارډ ګڼل کیږي.

د کوکنارو د کښت په اړه نوې سروې ښيي، چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې ۳۶ په سلو کې کوکنار زیات کرل شوي دي چې دا په افغانستان کې ددغه کښت ریکارډ ګڼل کیږي.

سږ کال په دوه سوه او نهه زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې تېر کال بیا د کوکنارو د کښت اندازه یو لک او څلور پنځوس زره وه، د سږني کال اندازه د دوه زره او اووم میلادي کال چې هغه کال هم د کوکنارو د کر له پلوه ډېروالی په کې راغلی وو، شپاړس زره هکټاره ډېر کوکنار کرل شوي دي، ددې ترڅنګ په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د تېر کال په پرتله د مخدره موادو په تولید کې هم سم نیمايي زیاتوالی راغلی دی، د سږني کال تولید پنځه زره او پنځه سوه ټنو ته رسیږي، چې دا اندازه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې ۳۷۰۰ مټرک ټنه وه، د کر په نسبت د تولید د کمښت یو لامل په سویلي ولایتونو کې چېرې چې کوکنار زیات کرل کیږي، د هواء او اقلیم بد او نا مناسب وضعیت ښودل شوی دی.

د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرایمو سره د مبارزې د ادارې په دغه سروې کې چې چهارشنبې په ورځ په کابل کې خپره شوه، ویل شوي دي چې سږ کال پنځه لس ولایتونه د کوکنارو له کر خالي وو، پداسې حال کې چې تېر کال له کوکنارو د تشو ولایتونو شمېر اوولسو ته رسېده، بلخ او فاریاب هغه دوه ولایتونه دي چې سږ په کې کوکنار کرل شوي دي.

افغان حکومت دغه زیاتوالی د اندېښنې وړ نه بولي او پړه په ترهګرو ور اچوي خو د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرایمو سره د مبارزې اداره یو این او ډي سي بیا دا زیاتوالی جدي ګڼي او د افغانستان ثبات، پرمختیا او روغتیا ته یې لوي ګواښ بولي.

له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت سرپرست دین محمد مبارز راشدي په یوه خبري کنفرانس ددغه سروې د اعلان په مهال وویل، په سږني کال کې د کوکنار د ډېرښت خپل لاملونه دي او لوی لامل یې ناامني ده.

دین محمد مبارز راشدي وویل :

‪"دا زمونږ لپاره بد خبر دی، ولې داسې خبر ندی چې مونږ مایوسه کړي، داسې خبر ندی چې زمونږ هوډ ته تاثیر لاندې راولي.‪"

سروې کاږي چې نا امني او د کوکنارو کښت یو له بل سره تړلي دي، د سروې د موندنو په اساس ۹۰ په سلو کې د کوکنارو کښت په سږني کال کې په نهو ولایتونو په سویل او سویل لویديځ کې شوی دی، او دا هغه ولایتونه دي چې د ترهګرو تر ولکې لاندي دي.

په سروې کې یو وار بیا د هلمند نه یادونه شوې ده، هلمند یو له هغو ولایتونو یاد شوی دی چې د افغانستان نیم کوکنار پکې کرل کیږي، پدې ولایت کې ۳۴ په سلو کې د تېر کال په پرتله کوکنار زیات کرل شوي، ور پسې کندهار دی، په کندهار کې بیا شپاړس په سلو کې کوکنار لوړ تللي دي، بدخشان هم له هغو ولایتونو دی چې پنځه ویشت په سلو کې د کوکنار کښت پکې لوړ تللی دی.

سروې وايي، په سږني کال کې د کوکنارو د کښت په اړولو کې افغان دولت کمزوری وو، ۲۴ په سلو کې د کوکنارو محوه کمه شوې او یوازې ۷۳۰۰ هکټاره ځمکه باندې چې کوکنار کرل شوي وو افغان دولت اړولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال جنرال باز محمد احمدي، بیا وویل دوی دومره ظرفیت نه لري چې د کوکنارو د کښت په تناسب عمل وکړي، هغه وویل د بدیل معیشت ترڅنګ دې له زور هم کار واخېستل شي او د کوکنارو د اړولو قطعه دې بېرته فعاله شي.

جنرال احمدي وویل، تر دې دمه له مخدره موادو سره سمه مبارزه نده شوې .

هغه وویل :

‪"دا یو ملی ګواښ دی، په ملي کچه باید له دې سره مبارزه وشي، زه ویلی شم چې تراوسه زه احساس کوم سره له دې چې اعلان کیږي، ولی مونږ حاشیه وی په هغه حد کې چې لازم وي، په هغه کچه په ملي او بین المللی کچه مبارزه نده شوې.‪"

نوې هڅې

له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت سرپرست چې لا هم د پارلمان نه یې د باور رایه نده اخېستې وايي، غواړي په جدیت له دې وروسته له مخدره موادو سره مبارزه وکړي، د هغه په ويناء واليان کار ته اړوي، د پارلمان له غړو به د مبارزې تمه کوي او د حکومت په اړوندو ادارو کې چې له مخدره موادو سره مبارزه کوي، د همغږۍ او ګډ کار میکانیزم به ایجادوي.

مبارز راشدي وویل چې ۷ ملیارده ډالر له مخدره موادو سره په مبارزه لګول شوي دي او په نړیوالو به غیری ضروری مصرف بند کړي.

بل لورته په افغانستان کې د یو این او ډي مشر جان لوک لمهایو بیا وویل، پالیسۍ دې وکتل شي، مبارزه دې جدي شي او په راتلونکې کې مبارزه په ګډه له جدیت سره پرمخ یووړل شي خو هغه وویل ګواښونه واړه ندي.

په افغانستان کې د کوکنارو د کرکیل زیاتوالی-رپوټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

بيې او ۲۰۱۴

سږ کال یو کیلو ګرام اپين په ۱۴۵ ډالرو خرڅیږي، خو دا بيه د تېر کال په نسبت کمه ده، د سږني کال بیه د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو په نسبت بیا لوړه ده، سروې وايي خلکو ځکه د کوکنارو کر ته مخه کړې ده چې په ۲۰۱۴ کال د نړیوالو له وتلو سره، د نامعلومې ایندې نه د بد حالت سره د مخ کېدو په ویره کې دي.

له هغو ځمکو چې پکې کوکنار کرل شوي، ۹۵۰ ملیونه ډالر ارزښت لري، په سږني کال د کورني ناخالص عاید څلورمه برخه غیری قانوني شتمنۍ تشکیلوي چې د سروې په ويناء ډېره برخه یې قاچاقبرو ته په لاس ورځي.

ملګري ملتونه هر کال د مخدره موادو د کښت په اړه سروې خپروي خو د سږني کال سروې دا ویره هم پیدا کړې ده چې د حالاتو د لا ترینګلتیا سره سره به په راتلونکي کې ددغه بوټي کښت لا ډېر شي.
XS
SM
MD
LG