د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو له لیست نه د ایستل شويو کاندیدانو نیوکې


د مشورتي لویې جرگې د دایریدو د چارو پرمختگ
د مشورتي لویې جرگې د دایریدو د چارو پرمختگ
د جمهوري ریاست د انتخاباتو هغه ١٧ تنه کاندیدان چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا یې نومونه له لومړني لیست څخه ایستل شوي، شکایت لري چې په ټولنه کې د اعتبار او نفوذ د لرلو سره سره دوی مشورتي لویې جرگې ته چې په دې اونۍ کې په کابل کې جوړیږي نه دي بلل شوي.

خو د مشورتي لویې جرگې د تیاریو د کمیسیون ویاند وایي دوی یواځې هغه کاندیدانو ته بلنه ورکوي چې جمهوري ریاست ته د کاندیدیدو په وروستي لیست کې یې نومونه شامل وي.

ددې کمیسون ویاند عبدالخالق حسینی پشه یی د جمعې په ورځ د امریکا غږ آشنا رادیو ته وویل، تر اوسه د جمهوري ریاست د انتخاباتو هیڅ یو کاندید ته په مشورتي لویه جرگه کې د گډون کارت نه دی ورکړل شوی.

د هغه په وینا دا ځکه چې تراوسه د جمهوري ریاست د کاندیدانو وروستنی لیست د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا نه دی اعلان شوی.

خو له لومړني لیست څخه د ایستل شویو ١٧ تنو کاندیدانو له ډلې څخه دولس تنو یې د پنجشنبې په ورځ د آشنا رادیو سره په یو ځانگړې مرکه کې وویل چې د لویې جرگې د تیاریو د کمیسیون دغه چلند له انصاف او عدالت څخه لییرې کار دی.

له لیست څخه د ایستل شویو کاندیدانو له ډلې څخه د احمد داور نادم په وینا د جمهوري ریاست د کاندیدانو نه رابلل چې هر یو یې له سلو زرو څخه زیات د پلوۍ کارتونه کمیسیون ته تسلیم کړي دي او دوی د اعتبار وړ مطرح شخیصیتونه دي، له پامه غورځول به یې منصفانه کار نه وي.

حمیدالله قادری چې ادعا کوي د ١۴٨ ټولنیزو او مدني ټولنو په استازیتوب یې انتخاباتي ډگر ته دانگلي دي، وایي:

«تر هغه چې ماته څرگنده ده ددې کاندیدانو څخه څوک نه دي دعوت شوي او زمونږ له ټیم څخه هم څوک نه دي بلل شوي. زه شخصا که دعوت هم شم په کې گډون نه کوم. ځکه زه تیره مشورتي لویه جرگه د امنیتي تړون د لاسلیکک کولو لپاره کافي گڼم:»


یو بل کاندید داود سلطانزوی هم ددې مشورتي لوی جرگې دایریدل غیر ضروري گڼي او وایي خلکو په تیره لویې جرگې کې مشوره ورکړې چې امنیتي او دفاعي تړون چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون یوه برخه ده، باید لاسلیک شي.

هغه وایي: «.. ماته د لوی خدا په فضل بلنه نه ده راکړل که دعوت هم شم په کې گډون نه کوم ځکه زه په دولتي لویه جرگه کې برخه نه اخلم. دا لویه جرگه هم دولتي ده او صرف د امریکا څخه د یو اندازه پیسو د اخیستو په خاطر ده.»
XS
SM
MD
LG