د لاس رسي وړ اتصالات

له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک د نیټې پر سر اختلاف


Loya Jirga
Loya Jirga
ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په دې خبره امریکا او افغان چارواکي حیران کړل چې نوموړی غواړي د دوه زره څوارلسم کال د اپریل په میاشت کې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د تر سره کیدو وروسته د امریکا او افغانستان ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تړون لاس لیک شي.

د موافقې د لاسلیک په هکله د حامد کرزي په تصمیم کې بدلون وروسته له هغې رامنځ ته شو چې د مشورتي لویې جرگې گډون والو ته یې یوه هیجاني وینا وکړه.

ښاغلي کرزي د تړون د لاسلیک کیدو ملاتړ وکړ، او ویل کیږي چې د مشورتَي لویې جرگې زیات شمیر گډونوال ددې تړون پلوي دي.

د ولسمشر د ویاند ایمل فیضي څرگندونې
د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي د جمعې په ورځ په دې ټینگار وکړ چې که تړون د لویې جرگې له خوا تائید شي، د اپریل په میاشت کې د جمهوري ریاست له ټاکنو وروسته به هغه وخت لاسلیک شي چې افغانان خپل نوی ولسمشر وټاکي.

ایمل فیضي دا هم وویل چې د امریکا مهال ویش پر افغان حکومت کوم اثر نه لري، هغه خپله خبره تکرار کړه چې تړون به د اپریل د ټولټاکنو وروسته لاسلیک شي.

امریکایي چارواکي د ښاغلي کرزي د پنجشنبې د ورځې د څرگندونې اندیښمن کړي دي. د سپینې ماڼۍ ویاند جیش ایرنست په همدې کال کې د تړون د لاسلیک کیدو په اهمیت ټینگار کوي او هغه د اوږدمهاله پلانونو د پلي کولو لپاره حتمي گڼي.

د سپینې ماڼۍ د ویاند جیش ایرنست غبرگون
د سپینې ماڼۍ د ویاند د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي چې که په څو راتلوونکو اونیو کې ددغه تړون کار خلاص نه شي، امریکا او د هغه متحدین به ونه شي کړای چې په افغانستان کې د دوه زره څوارلسم کال وروسته د خپل شتون پلان طرحه کړي.

د ښاغلي حامد کرزي دغې حرکت د افغانستان سره نړیوالې مرستې له گواښ سره مخامخ کوي.

په دې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین ساکي د اشنا رادیو سره په مرکه کې د امریکا او افغانستان د امنیتي تړون په اړوند د نویو انکشافاتو په هکله وویل:

جین ساکي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې
«.. دا ډیره مهمه ده چې په یاد ولرو چې دا د دواړو خواو له لورې یو کال دمخه منل شوی هدف و چې کله ولسمشر کرزي د امریکا سره د ستراتیژیکې همکارۍ تړون لاسلیک کړ او دا تصمیم یې یو ځل بیا په جنورۍ کې د ولسمشر بارک اوباما سره یوځای تائید کړ.»

نوړې زیاته کړه چې وروسته خبره داده څومره ژر چې ممکن وي دا سند د واړو حکومتونو له لورې لاسلیک کړای شي، مطمینا چې د روان کال تر پایه.»

بلخوا د مشورتي لویې جرگي غړی عبدالجبار شلگری چې د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله پلوي کوي، د اشنا رادیو ته وویل:

عبدالجبار شلگری د مشورتي لویې جرگې غړی
«.. د ولسمشر له لورې د تړون د لاسلیک کولو ځنډول یو تکتیک دی چې غواړي د امریکا پر حکومت فشار واچوي چې د افغانستان په راتلوونکو انتخاباتو کې د هغه د خوښې د کاندید ملاتړ وکړي.»

د هغه په وینا د لویې جرگې له خوا د تړون د منلو وروسته باید هغه ملي شورا ته وړاندې شي او که ملي شورا تائید کړ نو بیا که ولسمشر لاس لیک نه کړ او یا یې ملي شورا ته بیرته وانه ستاوه نو دا سند په اتوماتیکه توگه د قانون بڼه نیسي.

همداشان د منځني ختیځ د څیړنو د انستیتوت کارپوه ماروین واینباوم د آشنا تلویزیون سره په مرکه په دې اړه د خپل نظر د څرگندولو په ترڅ کې وویل:

ماروین واینباوم د منځني ختیځ د څیړنو د انستیتوت کارپوه
«.. زه دا د امریکا متحده ایالاتو ته ډیره گرانه گڼم چې دا دې ومني چې کرزی وایي باید نوی حکومت او نوی ولسمشر چې د انتخاباتو وروسته واک ته رسیږی هغه دې دا سند لاسلیک کړې.»

نوموړی وایي دا ډول څرگندونې د امریکا متحده ایالات په ډیر گران موقیعت کې اچوي.

د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون باید د ٢٠١٥ کال د جنورۍ په لومړی نیټه نافذ شوی وي چې له مخې به یې د یوې لسیزې لپاره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او ملکي پرسونل شتون تضمین کړای شي.
XS
SM
MD
LG