د لاس رسي وړ اتصالات

نیلسن منډیلا د ۹۵ کلونو په عمر مړ شو


منډیلا د جنوبي افریقا لومړی تورپوستی ولسمشر او د آپارټایډ یا توکمپالنې په ضد د مبارزې پيژندل شوی مشر و
منډیلا د جنوبي افریقا لومړی تورپوستی ولسمشر او د آپارټایډ یا توکمپالنې په ضد د مبارزې پيژندل شوی مشر و
نیلسن منډیلا د جنوبي افریقا پخوانی ولسمشر د ۹۵ کلونو په عمر نن د پنجشنبې په ورځ د جهانزبرګ په ښار کې په خپل کور کې مړ شو.

ښاغلي منډیلا د ډیر وخت راهیسې د سږو په ناروغۍ اخته و. د هغه د مړینې اعلان د پنجشنبې په ورځ د جنوبي افریقا ولسمشر جېکوب زوما وکړ.

ښاغلي منډیلا د جنوبي افریقا لومړی تور پوستی ولسمشر و. هغه د آپارټایډ یا توکمپالنې په ضد د مبارزې پيژندل شوی مشر و.

ښاغلي منډیلا د خپلې مبارزې پخاطر ۲۷ کلنو بند تیر کړ. د بند نه ورسته، مانډیلا هغه کس و چې د جنوبي افریقا هیواد یې د وینې تویونې او ناکراري نه دیموکراسۍ ته رهنمايي کړ.


د جنوبي افریقا ولسمشر جکوب زوما په خپلې تلویزوني وینا کې وویل: «د جنوبي افریقا خلګو، زموږ ګران نیلسن منډیلا، زموږ د دیموکراتیک هیواد بنسټ ایښونکی ولسمشر [له دنیا نه] لاړ.»

ښاغلي منډیلا په ۱۹۶۰ مو کلونو کې د اپارټایډ یا توکمپالنې خلاف خپله مبارزه پیل کړه. هغه نږدې درې لسیزې بند تیر کړ.

ښاغلي منډیلا ته د هغه د مبارزې پخاطر په کال ۱۹۹۳ کې د نوبل د سولې جایزه هم ورکړل شوه.

ښاغلي منډیلا د آپارټایډ د رژیم د ختمیدو نه ورسته، په کال ۱۹۹۴ کې د جنوبي افریقا لومړی تورپوستی ولسمشر شو.

په کال ۱۹۹۹ کې، ښاغلي منډیلا قدرت د جنوبي افریقا ځوانو مشرانو ته انتقال کړ چې دغه پخپله د افریقا په وچې کې، چیري چې واکمنان واک په خپله خوښه نه پریږدي، یو بې ساری مثال و.

د آپارټایډ یا توکمپالنې په ضد د مبارزې دغه پیژندل شوی مشر د جنازي مراسم به په رسمي توګه ترسره شي.
XS
SM
MD
LG