د لاس رسي وړ اتصالات

د نژادي توپیر ضد مبارزې د اتل ماندیلا په مړینه غبرگونونه


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جنوبي افریقا د پخواني جمهور رئیس نیلسن ماندیلا پر مړینه خواشیني څرگنده کړه او ددې ستر انسان مړینه یې د جنوبي افریقا خلکو او ټول بشریت ته یوه ضایعه وبلله.

ښاغلي کرزي نیلسن ماندیلا یو عادل رهبر او هغه ستر انسان وباله چې د استعمار او اپارتاید یا نژادي توپیر پر خلاف یې پر عدم تشدد ولاړه مبارزه وکړه او د نړۍ نورو مشرانو ته الهام بخښونکی شو.

د امریکا د لومړني افریقایي الاصله ولسمشر په ژوند هم نلسن ماندیلا سخت اثر درلودلی دی.

ولسمشر بارک اوباما د نیلسن ماندیلا له مړینې څخه څو شیبې وروسته هغه ته د یو ټینګ وقار او حیثیت او نه ماتیدونکې ارادې لرونکي شخص په توګه خطاب وکړ چې جنوبي افریقا یې بدله کړه.

بارک اوباما:
«نلسن ماندیلا د هغه هدف لپاره چې ژوند کاوه هغه یې ترلاسه کړ. هغه له هغه څه زياتې لاسته راوړنې لرلې چې له يو انسانه يې اټکل کېدی شي. نن هغه خپل کور ته لاړ. مونږ یو خورا اغېزناک، زړور او خورا ښه انسان چې په دې نړۍ کې ورسره زمان شريکېدلى شي، له لاسه ورکړ. هغه نور په موږ پورې اړه نه لري، هغه اوس د زمانو انسان دى.»

د ښاغلي اوباما په څیر ښاغلی ماندیلا هم د خپل ولس لومړنی تورپوستی ولسمشر و. اوباما وویل لومړنی کار چې نلسن ماندیلا وکړ هغه د نژادي توپیر پر ضد مبارزه وه.

«ما د هغه الفاظ او لیکنې زده کولې. هغه ورځ چې هغه له زندان څخه آزاد شو ما ته یې داسې احساس راوباخښه چې انسانان څه کولای شي کله چې هغوی د ویرې او ډار پر ځای په هیلو رهنمایي شوي وي. او د نړۍ د زیات شمیر خلکو په څیر زه خپل ژوند د هغه مثال پرته نه شم تصور کولای چې ماندیلا یې اساس کیښود. او تر هغه چې زه ژوندی یم زه به هڅه وکړم چې له هغه څخه یې زده کړم.»

د امریکا د کانګرس غړو او د امریکا پخوانیو ولسمشرانو هم ښاغلي ماندیلا ته خپل درناوی وړاندې کړ.

پخواني ولسمشر بیل کلنتن:
«تاریخ به نلسن ماندیلا د انساني وقار، آزادۍ، سولې او بیاپخلاینې د یو قهرمان په توګه په یاد ولري.»

پخواني ولسمشر جورج ایچ ډبلیو بوش وویل، ماندیلا د رستګارۍ او شفقت یو غښتلی مثال پریښود. ډبلیو بوش ماندیلا د یو ستر اخلاقي سیرت خاوند انسان وباله چې د تاریخ لوری یې بدل کړ.

سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې ښاغلي اوباما به د نلسن ماندیلا د ښخولو د مراسمو لپاره چې اټکل یې کیږي، جنوبي افریقا ته سفر وکړي که نه.
XS
SM
MD
LG