د لاس رسي وړ اتصالات

خوست ته راستانه شوي کډوال او ستونزې یې



سپين ږيری عزت ګل، چې په دواړو پښو معيوب دی او په يوه بايسيکل کې ګرځي، د مهاجرينو په نوم يوه اندازه راغلي هغه خوراکي او پوښاک ژمني توکي تر لاسه کړل، کوم، چې هر کال په بېرته راستنو شويو کورنيو وېشل کېږي.

عزت ګل وايي، سره له دې چې دغه توکي د دوی لپاره کفايت نه کوي، خو د يو څو ورځو ګذران يې پرې کېږي. هغه له دولت څخه د بنسټيزې مرستې غوښتنه کوي چې بايد له پاکستان څخه راستنو شويو کورنيو سره وشي.

“ پارچه يې رالېږلې وه، چې راشه مرسته درسره کوو، په دې کې غنم دي، غوړي دي، بېسکټ دي او د مايع ګاز ډبه ده. کفايت کله کوي، خو بيا هم الحمد لله ښه ده، يو څو ورځې ګذاره به مو پرې وشي”.

رافعه ګل يو بل سپن ږيری دی، چې د ژمنيو توکو د تر لاسه کولو لپاره د خوراک نړيوال پروګرام د دفتر مخ ته د نورو راستنو شويو مهاجرينو په کتار کې ولاړ و.
رافعه ګل وويل، چې که دولت په رښتيا هم د دوی د ستونزو حل کول غواړي، نو تر ټولو لومړۍ دې ورته د سرپناه ستونزه هواره کړي.

هغه وايي، اوسمهال زياتره هېواد ته بېرته راستنې شوې کورنۍ په غيرمناسبو کرايي کورونو او يا له ښاره وتلي سيمو کې په خيمو کې ژوند کوي. هغه پر خپل دغه حالت اندېښنه څرګندوي.
“ له دولت څخه دا غواړو، چې موږ ته کاروبار پيدا کړي، موږ دا ډول مرستې ترې غواړو، هيڅ شی هم نلرو. موږ د سرپناه لپاره ځای نلرو، موږ ته بايد د سرپناه غم وخوري”.

د خوست د راستنو شويو او کډوالو چارو د رياست د معلوماتو له مخې په تېرو څو کلونو کې له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستانه ۱۴ زره کورنۍ دغه ولايت ته بېرته راستنې شوې دي.
د خوست د کډوالو چارو رئيس انجينر سوات ګل وايي، چې د ۱۴ زره راستنو شويو کورنيو له جملې څخه ۱۷ سوه کورنيو ته د خوست ښار ختيځ ته د قلموال په مېنه کې يوه، يوه نمره ځمکه هم توزيع شوې ده.

هغه زياتوي، چې د نورو مهاجرو کورنيو د سرپناه ستونزې د حل لپاره خپلې هلې ځلې کوي.
هغه په دې اړه وايي: “د دوی ستونزې بې حده زياتې دي، د دولت د مهاجرينو د ملي ستراتېژۍ په برخه کې، چې موږ کوم مکلفيتونه لرو، شايد يوې برخې ته يې رسيدګي شوې وي، ځکه امکانات يې محدود وي. دا ټول په مالي او تخنيکي امکاناتو پورې اړه لري. که چېرې موسسات او يا دولتي ادارې وتوانېږي، چې ډېر امکانات په لاس کې راکړي، نو ډېرې ستونزې به حل شي”.

د خوست د راستنو شویو او کډوالو چارو رئيس انجينر سوات ګل امريکا غږ ته وويل، چې د يو شمېر راستنو شويو مهاجرو کورنيو سره د يوې اندازې ژمنۍ مرستې د وېش لړۍ هم پيل کړې ده.
هغه وايي، چې دغه توکي د کډوالو د نړيوال سازمان (UNHCR) او دغه راز د خوراک نړيوال پروګرام له لوري وېشل کېږي.

“په دې د UNHCR له لوري غيرخوراکي توکي، لکه: کمپلې، ترپال، د ګاز ډبې، جاکټونه او ځينې نور شيان شته. او هم د WFP له لوري غنم، دال، غوړي او بېسکټ شامل دي”.

رئيس سوات ګل زياتوي، چې د يوې ځانګړې سروې له مخې يې پنځه سوه هغه اړې کورنۍ په ګوته کړې، چې يا هم په دې وروستيو کې له بهره راستنې شوې او يا په دننه هېواد کې له خپلو کورونو بې ځايه شوې دي.
XS
SM
MD
LG