د لاس رسي وړ اتصالات

د ځانمرګه په برید کې د ناټو درې عسکر ووژل شول


په برید کې د ایساف ویجاړ موټر
په برید کې د ایساف ویجاړ موټر
د کابل د څرخي پله په اړوند سیمه کې د ناټو په نظامي قطار د ځانمرګه په برید کې لږ تر لږه د ناټو درې عسکر وژل شويدي.

په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونه وایي چې د ځانمرګه پدې برید کې د هغوي درې عسکر وژل شویدي. په کابل کې د ناټو د ځواکونو یوې ویاندې ډګرمنې لورې آریانو امریکا غږ ته وویل چې پیښه غرمه مهال شاوخوا یوه بجه وشوله.

" زه دا خبر تائیدوم چې شاوخوا یوه بجه او پنځه دقیقې د نړیوالو ځواکونو په پوځي کتار باندې ځانمرګه برید شویدی چې د موټر نه پکې ګټه اخیستل شوې وه. پدې برید کې زمونږ درې عسکر وژل شویدي او افغان او نړیوال ځواکونه د پیښې په ځای کې په پلټنو بوخت دي."

طالبانو ویلي دي چې دا برید هغوي کړیدی. د هغوي یوه ویاند په انټرنټ کې په یوه پیغام کې لیکلي دي: پدې برید کې څو تنه بهرني عسکر وژلي او ټپي کړیدي او هم مو دهغوي ګڼ شمیر موټر تباه کړیدي. "

بل پلو د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی وایي چې چاودنه د فینکس په نامه د نړیوالو ځواکونو یوې پوځي اډې ته څیرمه شویده.

" زمونږ لومړني معلومات دا دي چې پدې برید کې بهرني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمیر یې مونږ ته ندی معلوم. د ولسي وګړیو په برخې کې باید ووایم چې یوازې اته تنه ټپي شویدي او د درملنې لپاره روغتون ته وړل شویدي. "

د روانې میاشتې د پیل نه راپدیخوا په افغانستان کې 12 نړیوال عسکر په بیلا بیلو بریدونو او پیښو کې وژل شویدي. د همدې میاشتې په 17 مې نیټې هم د امریکا 7 عسکر هغه وخت ووژل شول چې د زابل ولایت د شاه جوی په ولسوالۍ کې یې د بلک هاک په نامه هیلوکوپتر ولوید.

د پیښې یو عیني شاهد نعمت الله چې په همدې سیمې کې نانوایي لري وایي:

" لومړی مې د یوې درنې چاودنې غږ واورید، وروسته بیا ټوله سیمه دود ونیوله، زما د دکان ښیښې هم ماتې شولې، بیا امریکایان راغلل او درې مړي یې د هغه ځای نه پورته کړل. "

د ناټو دا عسکر پداسې حال کې په افغانستان کې وژل کیږي چې افغان ولسمشر حامد کرزی تر اوسه هم ندی راضي شوی چې د امریکا سره دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړي. دغه تړون به یو شمیر امریکایي عسکرو ته اجازه ورکړي چې د 2014 کال نه وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

ښاغلي کرزي ویلي دي تر څو یې چې امریکا شرطونه نه وي منلي، تر هغې به دا تړون لاسلیک نکړي. افغانان چې د خپلې راتلونکي په اړه اندیښنه لري د ولسمشر کرزي نه یې غوښتلي دي چې دا تړون دې لاسلیک کړي.

د اې پي خبري اژانس چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات راټولوي، په یوه رپوټ کې وایي چې سږکال په افغانستان کې د ناټو 151 عسکر وژل شویدي.
XS
SM
MD
LG