د لاس رسي وړ اتصالات

کابل د امریکا استخباراتي رپوټ رد کړ


د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د امریکا د استخباراتي ادارې دا نوې ارزونه او اټکل ښیي چې که په افغانستان کې محدود شمیر امریکایي سرتیري پاتې هم شي تر ٢٠١٧ کاله پورې به ښايي هغه لاس ته راوړنې ضایع شي چې په افغانستان کې امریکا او متحدینو یې ترلاسه کړي دي.

واشنګتن پوست په پرونۍ ګڼه کې د هغو امریکایي چارواکو له خولې لیکلي دي چې د استخباراتي رپوټ په اړه معلومات لري. دوی وایي « د دوامداره حضور او پرله پسې مالي ملاتړ" پرته به حالات ډیر ژر خراب شي.

د امریکا د ملي استخباراتو ارزونه دا وړاندوینه هم کوي چې که واشنګتن او کابل د دوه زره څوارلسم کال نه وروسته په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو د پاتي کیدو د څرنگوالی په هکله خپلمنځي امنیتی موافقه لاسلیک نه کړي، نو افغانستان به ډیر ژر د بې نظمۍ او گډوډۍ سره مخامخ شي.

خو په عین وخت کې واشنګټن پوست دا هم وایي چې یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې ګواکې دا استخباراتي وړاندوینه ډیره زیاته بدبینانه او منفي ده او په هغه کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پرمختګونه په پام کې نه دي نیول شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي په یوه خبري کنفرانس کې په دې اړوند وویل چې دوي د امریکا استخباراتي رپوټ چې په رسنیو کې چاپ شوی، جدي لوستی دی.

د هغه په وینا دا لومړنی ارزونه نه ده چې د افغانستان او یا ددې سیمې په اړوند کیږي. پخوا هم دا ارزونې په کلني توګه شوي دي او له یوه مورد څخه په زیاتو مواردو کې دا ارزونې په بشپړه توګه او یا هم تر یوه حده ناسمې ثابتې شوې دي.


د امریکا د استخباراتي ادارې د رپوټ په اړه د کابل غبرگون
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:12 0:00
موسی زي داسي وویل: « د اوښتونونو او انکشافاتو په نتیجه کې چې ددې ډول ارزیابیو وروسته رامنځ ته شوي دي دا ډول ارزونې د مثال په توگه په ٢٠٠٨ کې د عراق په اړه او له هغه راوروسته کال کې او دمخه تر هغې د افغانستان په هکله دوی ارزیابۍ کړې وې چې په ځانگړې توگه یې په امنیتي برخه کې د منفي تحولاتو وړاندوینه کړې وه چې دغه ارزونې او اټکلونه تر ډیره حده ناسم وختل.»


رپوټ وایي دا موافقه باید لاسلیک شي چې امریکا او متحدین یې وکړای شي په میلیاردونو نور ډالر هم د بی وزلي افغانستان سره مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG