د لاس رسي وړ اتصالات

د حزب اسلامي مشر ناڅاپه په ټاکنو کې د گډون غږ وکړ


د سیمه ییزو رپوټونو له مخې د حزب اسلامي گوند مشر گلبدین حکمتیار په ناڅاپي توگه په یو خپور شوي بیان کې له خپلو پلویانو او د گوند له غړو غوښتي چې د ولایتي شورا گانو په ټاکنو کې گډون وکړي.

نوموړي ویلي دي چې د هغو کاندیدانو ملاتړ وکړي چې یا د دوی د گوند غړي دي او یا د حزب اسلامي په اړه مثبت نظر لري.

د اسلامي ګوند یو لوړپوړي غړي غیرت بهیر هم ویلي دي چې دوی پریکړه کړې چې په راتلونکو ټاکنو کې رغنده رول ولوبوي.

ددی خبر په تړاو د خزب اسلامي د سولې د هیت غړي او پخواني ویاند قریب الرحمان سعید د امریکا غږ اشنا تلویزیون ته د سکایپ له لارې وویل: « اسلامي گوند د پخوا په شان اوس هم په خپلو پخواني دریځ او شرطونو ټینگار کوي چې د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې ازاد او عادلانه انتخابات نشي تر سره کیدای او باید چې بهرنی ځواکونه له افغانستان څخه ووزي.»

هغه همداشان د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: « اوس هم اسلامی گوند په مستقیم ډول په انتخاباتو کې گډون نه دی کړی او نه کوم مستقیل کاندید لري، خو په خپلو غړو او طرفدارانو یی غږ کړی چې هر هغه چاته چی مسلمان او مستقیل وی او د دوی خوښیږی رایه ورکړي.»

د حزب اسلامي د سولې د هیت غړی د سکایپ له لارې
please wait

No media source currently available

0:00 0:07:25 0:00

ښاغلي سعید چې د حزب اسلامي له لورې د افغانستان د حکومت او د نورو افغاني اړخونو سره د سولې د خبرو استازی دی وایي: « دا اعلامیه یوازې زمونږ د گوند د ملگرو په خاطر خپره شوې چې پوښتل یې په انتخاباتو کې دوی څه ډول رول ولوبوي.»

ښاغلي سعید دا هم وویل چې حزب اسلامي تل د انتخاباتو پلوي دی او ددې گوند ټول ارگانونه انتخابي دي، خو د هغه په اند د بهرنیو ځواکونو په شتون کې د انتخاباتو شفافیت او آزادي تر پوښتنې لاندې راځي.
XS
SM
MD
LG