د لاس رسي وړ اتصالات

سپوږمۍ: نه غواړم بیرته کور ته ستنه شم


سپوږمۍ او پلار یې
سپوږمۍ او پلار یې
هغه نجلۍ چې پولیس وايي ورور یې ځانمرګي برید ته مجبوره کوله او دوی نیولې ده وايي نه غواړي بیرته خپل کور ته ستنه شي.

دغه نجلۍ چې سپوږمۍ نومیږي وايي چې د افغانستان د حکومت نه غواړي چې د ساتلو لپاره یې اقدامات وکړي.

لس کلنه سپوږمۍ، د تیرې دوشنبې په ورځ، د هلمند د ولایت د خانشین په ولسوالۍ کې ونیول شوه. هغه واي چې ورور یې، چې د طالبانو قوماندان دی، دې ته مجبوره کړې وه چې د ځانمرګي برید لپاره د بمونو ډک واسکټ واغوندي او د سرحدي پولیسو په یوې پوستې باندې برید وکړي.

د امریکا غږ سره په مرکې کې سپوږمۍ وویل چې نه غواړي بیرته خپل کور ته ولاړه شي او غواړي چې خپلې زده کړې وکړي.

سپوږمۍ وویل: «زه دا غواړم چې پاته شم او مکتب ووایم او هم سبق ووایم. زما پلار وايي مکتب ووایه. . . . دا غواړم چې دلته مې وساتي. خپل کور ته نه ځم، وهي مې، اول خپل ورور مې وهي، خپل پلار مې ولاکه پریږدي.

«[زما] نه یادیږي، زما سره ظلم کوي، زما به ولې یادیږي. ما ته یې ویل چې دا مړه کړه چې دا ما مړه کړي واي چا به ساتلم، همدغسې ظلمونه راسره کوي، ما دغه دولت ساتي.»

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00
مستقیمه لیکه

سپوږمۍ وايي چې خوشحاله ده چې برید یې نه دی کړی. سپوږمۍ دا خبره هم کوي چې هغه کسان چې دې ته ویل شوي و چې په خلاف یې ځانمرګي برید وکړي اوس دا ساتي.

د سپوږمۍ پلار چې عبدالغفور نومیږي وايي چې که چیري لور یې وروسپارل شي نو هغه به یې د ساتلو توان و نه لري.

د امریکا غږ اشنا راډیو سره په یوې مرکې کې هغه وویل: «د دغو زامنو نه زه ویریږم. درې زامن لرم، یو یې طالب دي، دوه [نور] دي، دوی سره ګډ دي. [زه پخپله] د دوی څخه نه ویریږم. [د دې نه ویریږم] چې دغه نجلۍ به تاواني کړي. نو زه غواړم چې دلته ما ته یو څه مځکه راکړي او دغه نجلۍ په امان شي.»

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00
مستقیمه لیکه

عبدالغفور دا خبره هم کوي چې دولت دې د هغه او کورنۍ سره مرسته وکړي چې یو خوندي ځای ته انتقال شي.
XS
SM
MD
LG