د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د نوي اساسي قانون په اړه ریفرنډم روان دی


د اساسي قانون په هکله ددغه ریفرنډم یا ټول پوښتنې تایید، خلک په بله مانا د ولسمشر او لوی درستیز عبدالفتاح السیسی تائید گڼي.

په مصر کې خلک د اساسي قانون په هکله په دوه ورځني ریفرنډم کې برخه اخلي، چې تصمیم ونیسي چې ایا نوی اساسي قانون تایید کړي که نه؟

دغه نوی اساسي قانون انتقالي حکومت جوړ کړی دی چې د مصر د پوځ ملاتړ ورسره دی.
د مصر لوی درستیز عبدالفتاح السیسي دی چې د روان عیسوي کال د جولاي په میاشتې کې یې ولسمشر محمد مرسي له قدرت نه لېري کړ.

د رایو د مرکزونو د خلاصیدو نه لږ مخکې په گیزا کې د محکمې نه بهر بم وچاودید. د تلفاتو خبر نه دی ورکړ شوی.


د ښاغلي مرسي د اخوان المسلمېن په شمول یو شمیر ګوندونه د مصریانو نه غوښتنه کړې ده چې په دې ټو لپوښتنې کې دې رایې نه اچوي. دوی وايي چې دغه رایې ګیري غیر قانوني ده او دوی به یې په ضد سوله ایز احتجاجونه وکړي.

محمود فواز، د مخالفې دموکراتیکې جبهې د گروپ غړی دی. هغه وویل: «موږ به هیڅ کله هم داسې عمل کې برخه وانخلو چې دې رژیم ته مشروعیت ورکوي او خلک خطا باسي او هڅه کوي چې د یو ملکي دیموکراتیک حکومت په توګه ځان معرفي کړي.

«هغه وايی چې دا خو نه دیموکراتیک دی او نه هم ملکي. موږ به د نوي اساسي قانون په سر ټولپوښتنې کې برخه و انخلو. دغه اساسي قانون د یو نظامي دولت د جوړولو معنی لري ، چې موږ یې په خلاف پاڅون کړی و.»

خو بل پلو بیا د ښځو د حقوقو یوه مبارزې وویل: «دغه اساسي قانون ټولو مصریانو ته د خدمت لپاره جوړ شوی دی، که هغه نارینه وي که ښځي وي، یا ماشومان وي او یا هم د مختلفو مذهبونو پيروان وي.

«حتی معلولینو ته هم، چې د مصر په مخکنیو اساسي قوانینو کې د اخوان المسلمین د اساسي قانون په شمول ورته حقوق نه وه ورکړل شوي، په نوي اساسي قانون کې ورته حقوق ورکړل شوي دي.»

همدا شان څېړونکي پیش بیني کوي چې د اساسی قانون دا ریفرنډم به په آسانۍ تایید شي. د کالیفورنیا د برکلی د پوهنتون استاذې صبا محمود امریکاغږ ته ویلیدي چې توقع لری چې دا قانون به په ډیرو رایو ومنل شي.
XS
SM
MD
LG