د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د برید په قربانیانو کې ۱۳ کسه بهرنیان شامل دي


افغان امنیتي ځواکونه د جمعې د ورځې په برید کې د یو ټپي سوي کس سره مرسته کوي چې روغتون ته یې انتقال کړي
افغان امنیتي ځواکونه د جمعې د ورځې په برید کې د یو ټپي سوي کس سره مرسته کوي چې روغتون ته یې انتقال کړي
افغان چارواکي وايي چې په کابل کې د لبناني رسټورانټ په برید کې لږ تر لږه ۲۱ کسه وژل شوي دي. دغه رستورانت ته عموماْ د حکومت مامورین، بهرنیان او سوداګر ورځي.

د تلفاتو د ورستیو آمارو په هکله د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي داسې وویل:،،له بده مرغه د رپوټونو له مخې په پېښه کې ټولټال ۲۱ کسه وژل شوي دي چې ۱۳ یې بهرنیان دي او ۸ کسه نور یې افغانان دي. د وژل شویو کسانو په منځ کې پنځه میرمنې وي چې یوه یې افغانه وه او څلور نور یې بهرنیانې وي.،،

د رارسیدلیو ریپوټونو له مخې په بهرنیانو کې چې وژل شوي دي څلور تنه یې د ملګرو ملتونو کارکونکي وو او نور یې د بریتانیې ، روسیې او امریکا اتباع وو. د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویلي دي چې په وژل شویو کسانو کې د امریکا د سفارت کارمندان نه دي شامل.

په کابل کې د امریکايي پوهنتون مسولینو بیا ویلي دي چې دوه تنه کارمندان یې چې امریکایان دي په دې برید کې وژل شوی دي.


د یادونې وړ ده چې د نړیوال وجهي صندون یوه چارواکي دا تایید کړې ده چې د پرون ورځې په برید کې یې ۱ کارمند وژل شوی دی. د نړیوال وجهي صندوق سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې یې د وبیل عبدالله په نامه یو استاځی چې د لبنان هیواد تابعیت یې درلودی او د ۶۰ کالو وو په دې برید کې وژل شوی دی.

ملګري ملتونه: برید زمونږ په تعهد کې تغییر رانه وړي

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي یو ویاند ویلي دي چې ښاغلي بان کيمون د کابل برید په سختو الفاظو غندلی دی. خو دا یې ویلي دي چې دغه برید به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو په تعهد کې تغییر رانه ولي بلکې ملګري ملتونه به لکه د څو لسیزو راهیسي چې افغانستان ته ژمن دی همداسي به ژمن پاتي سي ترڅو ددغه هیواد سره د سولې او ثبات پر خوا په مزل کې مرسته وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یونما هم د کابل د جمعې د ورځې برید په سختو الفاظو غندلی دی. د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استاځي ین کوبیش د جمعې د ورځې برید وغندی او وې ویل چې د ملکیانو پرضد هر ډول تشدد په کلکه غندي په تیره بیا د ځانمرګو بریدونه. دا تشدد د منلو وړ نه دی او باید ژر تر ژره ودرول شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د د ستراتیژیکو اړیکو د څانګې مشر اري ګاتنیس وایي: ،،مونږ ته چې کوم رپوټونه رارسېدلي دي په کښي راغلي چې په برید کې په لسګونو تنه خلګ وژل شوي دي چې د بهرنیانیو له جملې نه درې تنه د ملګرو ملتونو کارکونکي دي او یو بل یې هم د نړیوال وجهي صندوق کارکونکی دی. په وژل شویو کسانو کې یو روسی، یو لبنانی، یو پاکستانی او یو سومالیايي امریکايی هم شامل دي.،،

طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی

چارواکي وايي چې یو ډله ځانمرګو برید کونکو د جمعې په ماښام په رسټورانټ باندي برید وکړ. طالبانو د دې برید مسولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې دغه سیمې یې ځکه په نښه کړې چې هلته کفارو ډوډۍ خوړله.

سپینې ماڼۍ هم د کابل د جمعې د ورځې برید غندلی دی. په یوه خبرپاڼه کې چې د سپینۍ ماڼۍ نه خپره شوې راغلي دي چې د هغو بې ګانو ملکي خلګو وژل چې په کښي امریکایان هم شامل وو چې د افغانانو سره یې هره ورځ د هغوي د ژوندانه په ښه کولو کې مرسته کوله هیڅ توجه کېدای نسي.

سپینه ماڼۍ زیاتوي چې په وژل شویو کسانو د لوړو زده کړو او اقتصاد په برخو کې په امریکايي پوهنتون، ملګرو ملتونو، نړیوال وجهي صندوق او نورو ادارو کې د افغانستان ښې راتلونکي دپاره کار کوی.


په بیانیې کې د امریکا متحده ایالاتو د افغان ځواکونو د چټک غبرکون ستاینه کړې ده او پر طالبانو باندي یې یو ځل بیا غږ شوی دی چې خپلې وسلې دي پر ځمکه کښېږدي او د سولې خبري دي پيل کړي ځکه خبرې د افغانستان د روانې شخړې د حل دپاره تر ټولو ډاډمنه لاره ده چې جګړه په سوله ایزه ډول ختمه شي.

د ویلو وړ ده چې د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ( ایوب سالنګي) وویل چي په حمله کوونکو کي یو تن د حملې په وخت ووژل شو او دوه تنه نور حمله کوونکي د ټوپکو په ډزو چي وروسته ورباندي وشوې ووژل شول.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي: ،،یو بریدګر په دې وتوانیدی چې په ځان پوري تړلي مواد وچوي دوه تنه نورو یې رسټورانټ ته ننوتل. دوي په سیمه کې د امنیتي کسانو د مقاومت سره مخامخ شول او د نښتو په نتیجه کې ووژل شول.،،

د کابل د امنیې قوماندان جنرال ظاهر ظاهر امریکا غږ ته په ټلیفون کي وویل چي په دې حمله کي څو تنو برخه درلوده. هغه وویل:،، یو تن د رستورانت په مخکي ځان په بم والوځاوه او دوه تنه نور رستوران ته ورننوتل او د محافظینو سره یې اخو ډب وکړ. وروسته پولیسان ورورسیدل او بشپړ کنټرول یې ترلاسه کړ.،،

یو عیني شاهد شکیب سروري د پېښې په هکله داسي وايي: ،،یو ځانمرګه برید ترسره شو او ټوله سیمه یې ولرزوله. وروسته بیا ډزې پیل شوې، کله چې زه د کور څخه راووتلم نو په ټوله سیمه کې امنیتي ځواکونو خپاره شوي وو.،،

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندن جنرال جوزیف ډنفورډ د طالبانو برید وغندی او د طالبانو څخه یې وغوښتل چې په ارادي او بې پروا توګه دي د بې ګناه خلګو وژل ودروي.
  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG