د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست د سړک د غاړې سلمانیان او نظافت


Khost Barber
Khost Barber
د خوست يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د ښار د سړکونو پر غاړه ناست سلمانيان نظافت نه مراعاتوي. د طب پوهانو له نظره د سړکونو پر غاړه د سلمانيانو کاروبار د انسان روغتيا له جدي خطر سره مخ کوي.دوی په دې برخه کې د روغتيا له مسوولينو غوښتنه کوي، چې دغه کاروباريان سم وڅاري. په دې اړه ابراهيم رحيمي د خوست نه پخپل راپور د هغه سپین ږی‏ري بابا نه خپل راپور پېل کړیدی چې د خوست د سړک په غاړې د سلماني کار کوي.

سپين ږيری لېواس خان د ښار په يوه څنډه کې د سړک د غاړه تر څنګ سلمان ته ناست و او ويښتان يې پرې جوړول. له هغه څخه سپين رنګه ټوکر راتاو و، چې ويښتان يې په جامو پورې ونه نښلي. هغه به چې خبرې کولې، نو سلمان به ورته ښه دمه جوړه کړه.
لېواس خان وايي، چې په ښار کې د سړکونو پر غاړه ناست سلمانيان دومره هم نېمکړتياوې نه لري، لکه څنګه، چې خلک پرې خبرې کوي.

هغه وويل، چې د سړکونو د غاړې د سلمانيانو پيسې کمې دي، تر يوه حده نظافت مراعاتوي او د سړي کار ډېر ژر خلاصوي.
د خوست یو سلماني
د خوست یو سلماني

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00
مستقیمه لیکه

((که په سلمانۍ کې د سر ويښتان جوړوو، نو سل روپۍ راڅخه اخلي، خو د سړک پر غاړه سلمانيان دېرش روپۍ راڅخه اخلي، موږ ته سل روپۍ ډېر شی دی. پکۍ يې نوې دي، بياتي نوې ده)).

خو د خوست ښار يو بل تن اوسېدونکی منهاج الدين بيا وايي، چې د ښار د سړکونو د غاړو ترڅنګ په پياده روونو کې ناست سلمانيان هيڅ نظافت نه مراعاتوي.
هغه وايي، چې که څه هم پيسې کمې اخلي، خو روغتيا ته زيان رسوي. هغه په دې برخه کې د روغتيا له مسوولينو د توجه غوښتنه کوي.

((روغتيا ته، چې کوم مشکل جوړېږي، همدغه خلک يې جوړوي. يوه پکي د څو کسانو لپاره استعمالوي. دوی، چې کوم ځای کې ناست دي، دا په خپله چټله ساحه ده او فکر کوم، چې د مکروبونو ځاله به وي)).

نظيرجان د خوست ښار يو تن سلمان دی او د ښار په منځنۍ برخه کې د سړک د غاړې تر څنګ په پياده رو کې د خپل کوچني صندوق سره، چې د سلمانۍ وسايل پکې دي، ناست وي او د خلکو د سر ويښتان جوړوي.

هغه، چې پر يوه کس يې د سرويښتان هم جوړول او خبرې يې هم کولې، د خپل کاروبار ډېر صفت وکړ. نظيرجان وايي، چې تر خپله وسه يې نظافت ته هم جدي توجه کړې ده.
((خپل پتری هم بدلوو او ډيټول کې پکۍ هم اچوو. د سلمانيو په ډول عصري وسايل موږ نه لرو، ځکه موږ غريبي کوو. موږ په دېرش روپۍ وښتان جوړوو او په سلمانيو کې په اتيا- سل روپۍ جوړوي)).

د طب پوهانو له نظره د سړکونو پر غاړه د سلمانيانو کاروبار د انسان روغتيا له جدي خطر سره مخ کوي.

د دې ولايت يو تن ډاکټر محمد کريم وايي، چې که د ويښتان د جوړولو او يا خريلو پر مهال نظافت مراعات نشي، نو د يو شمېر ساري ناروغيو د انتقال سبب کېږي.

((سلمانيان د يوې چړې په وسيله په څو کسانو باندې ويښتان جوړوي، چې دا د ډېرو ناروغيو د انتقال سبب کېږي، چې په هغه کې تور زېړی دی، سپين زيړی دی او دغه راز ايډز دی. په ځينو حالاتو کې د پوستکي ناروغي هم انتقالېږي)).

ډاکټر محمد کريم همدارنګه وايي، چې که په مجموع کې ټول سلمانيان پاکوالي ته توجه ونه کړي، نو د هرې ساري ناروغۍ د اتقالېدو خطر زياتېږي. هغه د ښاروالۍ او دغه راز د روغتيا له مسوولينو غوښتنه کوي، چې د ښار ټولې سلمانۍ وڅاري.
XS
SM
MD
LG