د لاس رسي وړ اتصالات

انتخاباتي مبارزه او د کاندیدانو هلې ځلې


Afghanistan Election
Afghanistan Election
د افغانستان د ولسمشری د کاندیدانو له خوا د انتخاباتي مبارزې په دوهمه ورځ هم کوچنۍ او لوی غونډې وشوې چې په کې کاندیدانو خپل کړنلارې او دریځونه څرگند کړل.

د دوشنبې د ورځې مهمې غونډې د زلمي رسول او قطب الدین هلال کمپاینونه و چې په کې دواړو د سولې، ځوانانو، ښځو او دموکراسۍ اړوند موضوعگانو ویناوی وکړې.

د افغانستان د بهرنو چارو پخواني وزیر د ولسمشرۍ کاندید زلمي رسول وویل چې د بریالیتوب په صورت کې به په خپل حکومت کې د بیان او رسنیو آزادي پالي.

هغه وایي په دې باور دی چې د یو هیواد د پرمختګ او د دیموکراسي د پلي کولو لپاره تر ټولو غوره لار د وینا آزادی ده.

زلمی رسول
« زه د بیان په آزادي باوري یم او د رسنیو آزادۍ ته احترام کوم. زه په ډاګه وایم چې دغه ستر ارزښت ته باوري یم او تر دیموکراسی او سیاسي ثبات وروسته یي دیر اساسي ګڼم.»

زلمی رسول وايي سیاسی ګوندونه د دیموکراسۍ اړینې ستنې دي، نو ځکه خو د سیاسي ګوندونو ونډي ته ارزښت ورکوي او تر څنګ به يی په خپل حګومت کی په یواځی سر نه بلکې په داسې یو کاري تیم کی کار وکړي چې ۵۰ په سلو کي يی د ښځو او ځوانانو نه جوړ وي.

زلمی رسول وایي، رقیبانو یې نوموړی په دې تورن کړی چې گواکی دې غیر فعال دی، خو هغه وایي چې د خپل حکومت چارې به د یو فعال ټیم په جوړولو سره رهبري کړي.

ښاغلی رسول د نظام ضد مخالفینو د راجذبولو وعده وکړه او د ښاغلي حامد کرزي کارونه چې دې پخپله هم د هغې د حکومت یو غړی و، وستایل.

د قطب الدین هلال کمپاین
د زلمي رسول تر څنګ نن د ولسمشرۍ یو بل کاندید قطب الدین هلال هم خپله ټاکنیزه سیالي پیل ګړه او د سولې د ټیگولو لپاره یې د پراخو هلو ځلو وعده وکړه: « د سولی په هکله مخلصانه او صادقانه داسې هلې ځلې کوم چې افغانان وکړای شي له یو بل سره خبرې کړي او دا زمینه برابره شي.»

ښاغلی هلال زیاته کړه: « که زموږ د کامیابۍ نه وروسته هم دا ولیدل شول چې زموږ په تنزل او انعطاف هم دې هیواد ته سوله راځي نو موږ د سولې په خاطر هر تنزل او انعطاف ته تیار یو.»

د افغانانو غبرگونونه
افغانان د کاندیدانو څخه غواړي چې خپلې خبرې په عمل کې پلي کړي: «.. خبره خو ګرد کوي نو الله پاچا دی چې عملي کوي یې او که نه؟»

د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت خبرداری ورکوي چې هیڅ کاندید دې د ښوونځو رسمي وخت، ښوونکي او زده کوونکي د خپلو انتخاباتي سیالیو لپاره ونه کاروي.

د ښوونې او روزنې وزارت ویاند کبیر حقمل
«.. موږ د ټاکنو د کمیسیون او کاندیدانو نه هیله لرو چې د ښوونځیو نه دې د کمپاین د مرکز په صفت کار نه اخلي او زموږ د شاګردانو او زده کوونکو رسمی وخت دې نه نیسي، یواځی د رای ورکونې په ورځ به د ښوونځو نه د رای اچونې د مرکز په توګه کار اخیستل کیږي او مخکې یا وروسته تر هغه به موږ چا ته دا اجازه ورنه کړو.»

د ښوونې او روزنې وزارت وايي د سرغړونې په صورت کې به د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته رسمي شکایت وراستوي او د سرغړونکو شاګردانو او ښوونکو سره به هم قانوني چلند وکړي.
XS
SM
MD
LG